کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٥): د دارالامان تاريخي ودانۍ د بيا رغونې پروژه نن د ولسمشر، اجرايه مشر او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو له لوري پرانيستل شوه.
د کابل ښار د دارالامان ودانۍ د بيا رغونې پروژه تېر کال د کب مياشتې په وروستيو کې د کابينې په ناسته کې په څه باندې ١٦ ميليونه امريکايي ډالرو لګښت سره تصويب شوه او د ښار جوړونې وزارت موظف شو چې د ناستې له يادونې سره سم د دارالامان ودانۍ د بيا رغونې په برخه کې اقدام وکړي.
د لسمشر د لارښوونې له مخې، د دارالامان ودانۍ د طراحي او بيا رغونې پروژه د ښار جوړونې، اطلاعاتو او کلتور او چارو ادارې عمومي رياست له لوري ترتيب شوې چې په پنځو پړاوونو کې به د ١٦،٥ ميليونه امريکايي ډالرو په بوديجي سره پاى ته ورسېږي.
دغه پروژه د هېواد د کلتوري او تاريخي ميراثونو د ساتنې، د ګرځندوى د جذب او د امانيه دورې د معمارۍ هنر د بيا رغونې لپاره ترتيب شوې ده.
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن دارالامان ماڼۍ د بيا او تازه رغونې پروژې د پرانيستې مراسمو ته وويل چې دغه ودانۍ به له کورنيو امکاناتو جوړه شي او حکومت کلکه اراده لري چې له تاريخي ننګونو راپاتې کارونه حل کړي، څو د راتلونکي حکومت لپاره غوره بنسټ کېښودل شي.
هغه زياته کړه: ((د دارالامان ودانۍ د بيارغونې پروژه يواځې يوه ستره پروژه نه ده، داسې يو کار دى چې تر څنګ به يې ښاري معياري خدمتونه هم وړاندې شي.))
ولسمشر وويل چې د دې ودانۍ بيارغونه د ملت غوښتنه ده او له دې ودانۍ به په ملي ځانګړو مراسمو کې د دولت د لوړپوړو مېلمنو د ځاى په توګه ګټه واخيستل شي او تر څنګ به يې يو ملي موزيم چې د افغانستان له ټولو برخو استازولي وکړي، شتون ولري.
ولسمشرغني د هېواد راتلونکې ته د خوشبينۍ په ښودلو سره وويل: ((خلک د يوې با ثباته ټولنې غوښتونکي دي چې زړونه سره نږدې وي، پيوستون ولري او له هر افغان سره د بل افغان مساوات تامين شي، غواړي چې د حکومتولۍ داسې شېوه شتون ولري چې هلته ټول په کې ونډه ولري او د ملي يووالي حکومت پياوړې اراده لري، څو هېواد د پرمختګ او ترقۍ خوا ته سوق کړي.))
د حکومت اجرايي مشر ډاکټرعبدالله عبدالله د دارالامان ودانۍ بيارغونه د هېواد په پرمختګ کې يو بل ګام ياد کړ او هيله يې څرګنده کړه چې په رغونې سره به یې خلک يو ځل بيا د خپل هېواد د تاريخي اثارو او ودانيو پر بيارغونه د وياړ احساس وکړي.
د ولسي جرګې مشرعبدالرووف ابراهيمي هم د دارالامان ودانۍ د بيارغولو لپاره يوه نېکه خو ښه شېبه وبلله او ویې ويل چې د افغانستان خلکو له پخوا نه د داسې تاريخي ودانيو رغولو انتظار درلود.
د دارالامان ودانۍ د کابل ښار د سوېل لوېديځ په شاوخوا اته کيلومترۍ کې موقعيت لري. دغه ودانۍ د ١٣٠٠ کال په لومړۍ لسيزه کې د امان الله خان په دوره کې جوړه شوه.
ياده ودانۍ شاوخوا ١٥٠ کوچنۍ او لويې خونې درلودې، په لومړيو کې د سلطنتي مرکز او وروسته د دفاع وزارت د ودانۍ لپاره وکارول شوه. دا ودانۍ د ١٣٧٠ لسيزې د جګړو پر مهال ويجاړه شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن