منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۱ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د دارالامان ودانۍ د بيا رغونې کار پيل شو

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٥): د دارالامان تاريخي ودانۍ د بيا رغونې پروژه نن د ولسمشر، اجرايه مشر او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو له لوري پرانيستل شوه.

د کابل ښار د دارالامان ودانۍ د بيا رغونې پروژه تېر کال د کب مياشتې په وروستيو کې د کابينې په ناسته کې په څه باندې ١٦ ميليونه امريکايي ډالرو لګښت سره تصويب شوه او د ښار جوړونې وزارت موظف شو چې د ناستې له يادونې سره سم د دارالامان ودانۍ د بيا رغونې په برخه کې اقدام وکړي.

د لسمشر د لارښوونې له مخې، د دارالامان ودانۍ د طراحي او بيا رغونې پروژه د ښار جوړونې، اطلاعاتو او کلتور او چارو ادارې عمومي رياست له لوري ترتيب شوې چې په پنځو پړاوونو کې به د ١٦،٥ ميليونه امريکايي ډالرو په بوديجي سره پاى ته ورسېږي.

دغه پروژه د هېواد د کلتوري  او تاريخي ميراثونو د ساتنې، د ګرځندوى د جذب او د امانيه دورې د معمارۍ هنر د بيا رغونې لپاره ترتيب شوې ده.

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن دارالامان ماڼۍ د بيا او تازه رغونې پروژې د پرانيستې مراسمو ته وويل چې دغه ودانۍ به له کورنيو امکاناتو جوړه شي او حکومت کلکه اراده لري چې له تاريخي ننګونو راپاتې کارونه حل کړي، څو د راتلونکي حکومت لپاره غوره بنسټ کېښودل شي.

هغه زياته کړه: ((د دارالامان ودانۍ د بيارغونې پروژه يواځې يوه ستره پروژه نه ده، داسې يو کار دى چې تر څنګ به يې ښاري معياري خدمتونه هم وړاندې شي.))

ولسمشر وويل چې د دې ودانۍ بيارغونه د ملت غوښتنه ده او له دې ودانۍ به په ملي ځانګړو مراسمو کې د دولت د لوړپوړو مېلمنو د ځاى په توګه ګټه واخيستل شي او تر څنګ به يې يو ملي موزيم چې د افغانستان له ټولو برخو استازولي وکړي، شتون ولري.

ولسمشرغني د هېواد راتلونکې ته د خوشبينۍ په ښودلو سره وويل: ((خلک د يوې با ثباته ټولنې غوښتونکي دي چې زړونه سره نږدې وي، پيوستون ولري او له هر افغان سره د بل افغان مساوات تامين شي، غواړي چې د حکومتولۍ داسې شېوه شتون ولري چې هلته ټول په کې ونډه ولري او د ملي يووالي حکومت پياوړې اراده لري، څو هېواد د پرمختګ او ترقۍ خوا ته سوق کړي.))

د حکومت اجرايي مشر ډاکټرعبدالله عبدالله د دارالامان ودانۍ بيارغونه د هېواد په پرمختګ کې يو بل ګام ياد کړ او هيله يې څرګنده کړه چې په رغونې سره به یې خلک يو ځل بيا د خپل هېواد د تاريخي اثارو او ودانيو پر بيارغونه د وياړ احساس وکړي.

د ولسي جرګې مشرعبدالرووف ابراهيمي هم د دارالامان ودانۍ د بيارغولو لپاره يوه نېکه خو ښه شېبه وبلله او ویې ويل چې د افغانستان خلکو له پخوا نه د داسې تاريخي ودانيو رغولو انتظار درلود.

د دارالامان ودانۍ د کابل ښار د سوېل لوېديځ په شاوخوا اته کيلومترۍ کې موقعيت لري. دغه ودانۍ د ١٣٠٠ کال په لومړۍ لسيزه کې د امان الله خان په دوره کې جوړه شوه.

ياده ودانۍ شاوخوا ١٥٠ کوچنۍ او لويې خونې درلودې، په لومړيو کې د سلطنتي مرکز او وروسته د دفاع وزارت د ودانۍ لپاره وکارول شوه. دا ودانۍ د ١٣٧٠ لسيزې د جګړو پر مهال ويجاړه شوه.

اوس مهال دغه ښکلې ودانۍ ويجاړه شوې، دېوالونه يې نړېدلي او خونې يې پر کنډوالو بدلې شوې دي.

د ويلو ده چې د ښاري پراختيا کمېسيون هم نن جوړ شو او لومړۍ غونډه يې د دارالامان په کنډواله ودانۍ کې ترسره شوه چې ولسمشر، اجرايي رییس او د ملي شورا استازو په کې ګډون کړى و.

دغه کېسيون د ښاري سکتور په برخه کې د شته ننګونو د تشخيص، د ښاري سکتور په برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو، د ښارونو وضعيت د ښه والي لپاره د ګټورو پروګرامونو طرحه او طبيق او له بشري سرچينو د سم مديريت په موخه جوړ شوى دى.

ولسمشرغني وويل چې د ښاري پراختيا د عالي کمېسيون لومړۍ غونډه یوه لید لوري او نوى پيل ته بیا ستنېدل دي چې په تېرو ١٨ مياشتو کې په دې اړه مطالعات، پروګرام جوړونه، انسجام او همغږي شوې ده.

نوموړي د ښار جوړونې وزير د دغه کمېسيون د عمومي مشر په توګه معرفي کړ او ويې ويل: ((نن خوندي جايداد نشته او له نهه  کاله وروسته له موخو نه يوه هم دا ده چې هر افغان وکړى که د افغانستان په هر ښار کې ژوند کوي، بايد شرعي، د اعتبار وړ او خوندي جايداد ولري.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه