کابل(پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٥): په هلمند ولايت کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې يو امريکايي خبريال او د هغه يو افغان همکار وژل شوي دي.
هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال شکیل احمد تسل وایې چې د امریکا متحده ايالتونو د ملي راډيو (NPR) خبريال ډېوېډ ګېلکي (David Gilkey) تېره ورځ له غرمې وروسته په دوو نيمو بجو د هلمند مارجې ولسوالۍ ته پر لاره د دې ولسوالۍ په ډراپ څلور لارې کې ووژل شو.
دى وايي چې په دې بريد کې د ياد خبريال ژباړن ذبيح الله او د هغه موټرچلوونکى هم وژل شوي دي.
د هغه په وينا، دغه کسان د ملي اردو له ځواکونو سره مارجې ته روان وو چې پر موټر يې د وسله والو طالبانو له خوا د ٨٢ ملي متري توپ بريد وشو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري پر دې پېښه خواشيني څرګنده کړې ده.
خو هغه ويلي چې په دې بريد کې ډېوېډ ګېلکي چې تکړه عکاس و او د هغه همکار ذبيح الله تمنا وژل شوي دي.
ده په بريد کې د موټرچلوونکي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو په وينا يې دا ډول بريدونه ښيي چې افغانستان اوس هم د خبريالانو لپاره له ګواښونو ډک هېواد دى.
login or register a new account.