کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٥): حکومت وايي چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې خبرو پاتې پړاوونه نهايي شوي او ټاکل شوې چې د سولې هوکړه ليک تر څو راتلونکو ورځو پورې لاسليک شي.
د حکومت د اجرايي رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل نن خبريالانو ته وويل چې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې خبرې پايلې ته رسېدلې، خو طالبانو له پرله پسې غوښتنږ سربېره هم تر اوسه پورې جګړې او د بې ګناه وګړو وژلو ته دوام ورکړى.
نوموړي د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د دولت مبارزه برحقه وبلله او زياته يې کړه: ((کوم کسان چې په سوله باور نه لري او جګړې ته دوام ورکوي، موږ هم جګړه ورسره کوو، ځکه چې د هغوى جګړه د افغانستان د خلکو پر ضد ده او دا جګړه د افغانستان خلکو ته زيان رسوي.))
افغان حکومت د روان کال د غويي په ٢٩مه اعلان وکړ چې د حکمتيار له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه ليک مسوده چمتو شوې او ټاکل شوې چې پر نهايي متن يې هوکړه وشي.
حکمتيار او د حزب اسلامي غړو ته د قضايي خونديتوب ورکړه او د ملګرو ملتونو له تور نوم لړ نه هغه د نوم اېستلو لپاره هڅه، له هغه ژمنو دي چې افغان دولت ياد شوي ګوند ته ورکړې او په مقابل کې يې اسلامي حزب هم ژمنه کړې چې جګړې پرېږدي او د افغانستان د اساسي قانون په منلو سره په هېواد کې د يوه سياسي ګوند په توګه فعاليت کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن