جلال اباد (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٥): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د هوايي بريد په ترڅ کې د ځینو پاکستانيانو په ګډون د داعش ٢١ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد تېره شپه شاوخوا نهه بجې د اچين ولسوالۍ د کرکنۍ په سيمه کې شوى و.
هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې پر داعش وسله والو بريدونه کړي چې په پايله کې يې ٢١ داعشي وسله وال وژل شوي دي.
د خوږياڼي په وينا، په وژل شوو کسانو کې د داعش يو شمېر مهم غړي او پاکستاني وسله وال شامل دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن