کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره نوماند محمد زمان سنګري د ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه.
سنګري نن خپل کاري پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل او وروسته ورته د رايو صندوق کېښودل شو.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ٢٢٤ تنه حاضر و او نوماند بايد د برياليتوب لپاره ١١٣ موافقې رايې تر لاسه کړې واى.
سنګري د ١٣٢ موافقو رايو په تر لاسه کولو سره د جرګې باور خپل کړ .
د چارو ادارې د معلوماتو له مخې، سنګري په حقوقي برخه کې لوړې زده کړې او د هېواد په قضايي نظام کې بشپړه کاري تجربه لري.
سنګري د روان کال په وري مياشت کې د ولسمشر د يو حکم له مخې د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره نوماند شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن