کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٥): ولسمشر اشرف غني د شانګهای د همکاريو سازمان د مشرانو په شپاړسمه غونډه کې د ګډون په موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته روان شو.
له ارګه د چنګاښ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر به د شانګهای د همکاريو سازمان د مشرانو په شپاړسمه غونډه کې پر ګډون سربېره د ازبکستان له ولسمشر او د دغه سازمان د نورو غړو هېوادونو له مشرانو سره کتنې ولري.
يادې شوې سرچينې دغه راز په يوه بل خبرپاڼه کې ويلي، چې ولسمشر نن له غرمې وروسته د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېد او د دې هېواد له لومړي وزير سره يې وکتل.
سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا بحث وشو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د ملي امنيت لوى رييس محمد معصوم ستانکزی، د منځنۍ اسيا په چارو کې د ولسمشر سلاکار محمدشاکر کارګر، په پاکستان کې د افغانستان سفير او فوق العاده استازی حضرت عمر زاخېلوال او نور برخه لري.
ټاکل شوې ده چې د دې غونډې په څنډه کې د افغانستان او پاکستان لوړ پوړي چارواکي د تورخم پر ستونزې هم خبرې وکړي.
تېره اونۍ د تورخم پر ستونزې تر نښتې وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالانو په ګډون لومړۍ ناسته وشوه او پرېکړه وشوه چې دويمه ناسته به د شانګهاى سازمان په غونډه کې ترسره شي.
حکومت ته نږدې سرچينې وايي چې په تاشکند کې به ولسمشر اشرف غني او د چين د ولسمشر ترمنځ ځانګړې ناسته هم کېږي.
شانګهاى سازمان په ١٣٨٠ کال کې د چين، روسيې، قرغيزستان، قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان هېوادونو له خوا رامنځته شو.
خو اوس افغانستان، ايران، پاکستان، هند، بلاروس او مغلستان د ناظرينو، ترکيې او سريلانکا د ((مکالماتو د شريک)) په توګه په دغه سازمان کې ځاى موندلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن