مزارشريف (پژواک، ٧ چنګاښ ۹۵): د ترکمنستان د بهرينو چارو وزير د هېواد د شمال زون درېيو ولايتونو ته سفرونه وکړل او له دولتي او امنيتي چارواکو سره يې د امنيت او اقتصادي مسايلو په تړاو خبرې وکړې.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير او د لومړي وزير مرستيال رشيد مردوف تېره ورځ د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د سوداګريز بندر اقينې له لارې فارياب ته راغی، د دغه ولايت له دولتي چارواکو سره له کتنې وروسته څو شېبې په جوزجان ولايت کې تم شو او تېر مازيګر مزارشريف ښار ته ورسېد.
د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور د چنګاښ په ٧مه، له رشيد مردوف سره له کتنې وروسته خبريالانو ته په خبري ناسته کې وويل چې د ترکمنستان دغه لوړپوړي چارواکي سره يې په کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان په ځينو سوداګريزو چارو او د انرژۍ د ځينو سترو پروژو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي زياته کړه چې په ياده ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال نصير اندېشه، د دواړو هېوادونو سفيرانو، د شاهين قول اردو قوماندان او د شمال د پوليسو د ۷۰۷ زون قوماندان هم برخه لرله.
د هغه په وينا، د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير د سفر موخه پر ځينو سترو اقتصادي پروژو څرنګوالی، پر ګډ امنيتي ګواښ او سوداګريزو چارو بحث او د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د نيکو اړيکو لا ټينګښت دى.
د بلخ والي وويل چې په دغه ناسته کې له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ ولټه برېښنا پر لېږد، د ترکمنستان-اقينه، اقينه- حيرتان او حيرتان- شېرخان بندر تر منځ د رېل کرښې په جوړېدو او د لاجوردو په پروژه خبرې اترې وشوې.
نوموړي زياته کړه چې د رېل کرښې په اړه په دې هم بحث وشو، چې که چېرې د مزارشريف د کلدار ولسوالۍ له لارې د تاجکستان اوج ښار پورې هم کرښه وغځول شي؛ نو ۲۰۰ کيلومتره واټن به کم شي او چارې به يې هم په لنډه موده کې بشپړې شي.
د بلخ والي وويل چې ترکمنستان د خپلې انرژۍ د سوداګرۍ لپاره اړ ده، چې په افغانستان کې د ورته اقتصادي او سوداګريزو پروژو ملاتړ وکړي.
نوموړي زياته کړه چې دوی جنوني اسيا، چين او هند ته د خپلو سوداګريزو نفتي مواد د لېږد لپاره، افغانستان ته د يوې سوداګريزې لارې په توګه اړتيا لري.
د هغه په وينا، ورته چارې افغانستان هم له منځنۍ اسيا او اروپايي هېوادونو سره په اقتصادي لحاظ نښلوي، چې د ټول هېواد اقتصادي پرمختګ لامل کېږي.
د بلخ سرپرست والي وويل، چې د ترکمنستان هېواد ياد لوړپوړی پلاوی نن بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن