کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۵): د سعودي په مدنیه منوره ښار کې د مسجد نبوي مخې ته درنه چاودنه شوې، ویل کیږي، چې دا ځانمرګی برید و.
د سعودي دولتي اژانس (واس) د چنګاښ په ۱۴مه خبر ورکړی، چې دا چاودنه نن ماښام مهال د مسجد نبوي ترڅنګ د مدینې منورې محکمې ته څیرمه شوی دی.
دغه راز همهاله د سعودي په قطیف ښار کې هم دوه چاودنې شوې، چې ویل کیږي، ځانمرګي بریدونه وو، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
بلخوا د محمد طیب په نامه یو افغان چې د عمرې ادا کولو په موخه سعودي ته تللی او اوس په مدینه منوره کې دی، د ټیلیفون په لیکه پژواک اژانس ته وویل، چې دوی په مسجد نبوي کې د ماښام پر لمانځه ولاړ و، چې ناڅاپه ډیره قوي چاودنه وشوه.
هغه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلود.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن