کلات (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ١١ ځانمرګو بريدګرو په ګډون ٢٤ وسله وال وژل شوي دي.
د زابل د امنيې قومندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى د کشفي او سيمه ييزو معلوماتو پر اساس نن سهار د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې پر طالبانو چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، دا چاودنه د يادې ولسوالۍ په تنګي کلي کې پر هغو طالبانو شوې چې ځانمرګي بريدګر يې روزل.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې د ١١ ځانمرګو په ګډون ٢٤ وسله وال وژل شوي دي.
د فراهي د معلوماتو له مخې، د روزنې پر مهال پر دوى له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه چاودېدلي دي.
دى وايي چې په دې چاودنه کې هغوى ګڼې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د امنيت امر وويل چې په وژل شوو کې د طالبانو د خاک افغان ولسوال او يو شمېر بهرني وسله وال هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP