خوست ښار (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٥): د خوست امنيتي چارواکي او ولايتي شورا له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چې د امنيتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره په نظامي برخه کې د دې ولايت تشکيلات زيات کړي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت، چې له نورو امنيتي چارواکو سره يې خبري کنفرانس ته خبرې کولې، وويل چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو شمېر مخ پر زياتېدو دی.
هغه وايي، د دغو وسله والو کسانو شمېر زرګونه تنه دی چې بهرني جنګيالي هم په کې شته او د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې ځای پرځای شوي.
نوموړي همدارنګه وويل چې که څه هم د خوست امنيتي وضعيت په نسبي ډول د زياتره ولايتونو په پرتله ښه دی، خو که جدي تدابير ونه لري، ښايي وسله وال په ځينو ولسواليو کې ډله ييز بريدونه ترسره کړي.
امنيه قوماندان د بېلګې په ډول د موسی خېلو پر ولسوالۍ د تېرې اوونۍ ډله ييزو بريدونو ته په اشارې سره وويل چې سلګونو وسله والو ولسوالي د سقوط له خطر سره مخ کړې وه، خو امنيتي ځواکونو په شا وتمبول.
د نوموړي په وينا، په دغو بريدونو کې د ځينو افغان امنيتي ځواکونو ترڅنګ لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې د زياترو وژل شويو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې وو.
هغه زياته کړه: ((وسله والو غوښتل چې موسی خېلو ولسوالۍ سقوط او خپل امارت اعلان کړي، خو هغوی د مخامخ جګړې توان نه لري او ته غاښ ماتوونکی ځواب يې ورکړ.))
فيض الله غيرت دغه راز زياته کړه وسله والو همدارنګه غوښتل چې د کوچني اختر په شپو او ورځو کې ورانکارې کړنې ترسره کړي، خو د يوه منظم امنيتي پلان له مخې يې امنيت ټينګ وساته.
هغه وايي : ((روژه او کوچنی اختر خلکو په ډاډمنه فضا کې تېر کړ، د ناامنۍ کومه پېښه رامنځته نه شوه او له خلکو هم مننه کوم چې د ورانکارو کړنو په مخنيوي کې يې له موږ سره همکاري کړې.))
په دې ولايت کې د سرحدي پوليسو د دويم ټولي عملياتي مسوول لومړي څارن ذبيح الله مبارز خبريالانو ته وويل، هڅه کوي چې د ډيورنډ له فرضي کرښې څخه د وسله والو د راتېرېدو مخه ونيسي.
هغه زياته کړه : ((موږ پوره هڅه کوو چې د دوی مخنيوی وکړو. تر ډېره موږ بريالي شوي يو، چې دښمن له سختې ماتې سره مخ کړو. موږ بيا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوو.))
د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي ياد خبري کنفرانس ته په خبرو کې له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه چې ددې ولايت د امنيتي ځواکونو تشکيلات زيات او په پوره تجهيزاتو يې سمبال کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن