منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۶ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٢٤ چنګاښ ۹۵): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز او دریو نورو ولسوالیو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د ګرشک ولسوالۍ په ده ادم خان کلي کې د افغان هوايي ځواکونو په بريد کې ٣٠ طالبان وژل شوي دي.

هغه وويل چې دغه طالبان د بريد لپاره د پلان جوړولو په موخه راټول شوي چې په هوايي بريد کې و وژل شول.

دغه راز هغه وويل چې تېره شپه ناوخته د مرکز لښکرګاه په باباجي سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ مخامخ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې هم څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د کينتوز په وينا، په نادعلي ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو په نښته کې څلور طالبان وژل شوي دي.

هغه وويل چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو هوايي او ځمکني بريدونه ډېر شوي چې په هوايي بريدونو کې بهرنيان هم مرسته کوي.

دغه راز د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک ته وويل چې تيره شپه د ګرشک ولسوالۍ په ناقلينو او کاکړانو سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ١٤طالبان وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

هغه وايي چې په وژل شوو کې د حاجي لالا په نوم د وسله والو طالبانو يو قوماندان هم شامل دى.

بلخوا په هلمند کې يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې تېره ورځ ناوخته په مارجې ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله د چټک غبرګون قطعې يو پوليس وژل شوى او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان دي.

وسله والو طالبانو د يادو بريدونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه په مارجې او ګرشک ولسواليو کې د ماين په چاونه او مخامخ نښته کې طالبانو نهه امنيتي سرتېري وژلي دي.

دغه نوموړي ادعا کړې چې پرون يې په سنګين او ګرمسېر ولسواليو کې هم د نښتو پر مهال ٢٩ دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو امنيتي چارواکو تر اوسه د طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه