خوست ښار (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٥): د خوست حکومتي چارواکو له ديني عالمانو غوښتنه کړې چې د نشه يي توکو د استعمال پر ضد په عامه پوهاوي کې له دوی سره همکاري وکړي.
دوی دا څرګندونې د هغې غونډې پر مهال وکړې چې د نشه يي توکو د استعمال پر ضد د عامه پوهاوي په موخه جوړه شوې وه، چارواکي وايي چې ياد کمپاين به يوه اونۍ دوام وکړي.
که څه هم کومه رسمي او کره سروې نشته خو د ځينو تقريبي ارقامو له مخې ممکن په خوست کې شاوخوا پنځوس زره کسان چې زياتره يې ځوانان دي، پر نشه يي توکو روږدې وي.
سره له دې چې ولايتي چارواکو د نشه يي توکو د قاچاقبرانو او نورو کاروباريانو پر ضد د جدي برخورد خبرداری ورکړی، خو داسې ښکاري چې لا هم د دغو موادو کاروبار د لسګونو زرو نورو ځوانانو راتلونکی هم له ګواښ سره مخ کړی دی.
د دغه ولايت د نشه يي توکو پرضد د مبارزې سرپرست رييس نجيب الرحمن همدرد وايي: ((بې سوادي، فقر، بې کاري، نشه يي موادو ته لاسرسی، د درملنې مرکزونو کموالی، د يو شمېر ادارو کمه پاملرنه او ځينې نورې ستونزې د دغو موادو پرضد مبارزه کې خنډ دي.))
که څه هم په خوست کې د معتادو کسانو د درملنې لپاره دوه روغتونونه فعاليت لري، خو د معتادو کسانو شمېر ته په کتو سره يې خدمات کم بلل کېږي.
دا دوه روغتونونه پر يوه وخت د اويا کسانو درملنه کولای شي.
د خوست د والي مرستيال شېربادشاه ارګوني چې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې يوې غونډې ته يې خبرې کولې د نشه يې توکو د استعمال پر ضد عامه پوهاوي کې د ولسي بانفوذه مشرانو رول خورا مهم وباله.
ده زياته کړه: ((له ټولو مشرانو غوښتنه کوم چې د خپلو ځوانانو او بچيانو په روزنه کې له پوره دقت څخه کار واخلي او له موږ سره مرسته وکړي چې د مخدره موادو استعمال هم صفر کړي.))
٣٥ کلن قيمت ګل د خوست اوسېدونکی دی؛ هغه وايي چې په پنځلس کلنۍ کې د مهاجرت پر مهال پاکستان کې پر نشه يي توکو روږدی شو او پوره شل کاله يې نشه کړې ده.
قيمت ګل شپږ مياشتې مخکې د روږدو په روغتون کې تداوي شوی، که څه هم څېره يې يوه معتاد کس ته نه پاتې کېږي، خو د لاسونو د رېږدېدو او د خبرو پر مهال يې سړی پر حالت پوهېدلی شي.
هغه وايي: ((نصوار مې کول، بيا په چرسو روږدی شوم. بيا اپين، ورپسې پوډرو ته راغلم. علت يې بې کاري وه، بې کاره وم، هغه مهال د پاکستان په خيساري کمپ کې اوسېدو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن