کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩٥): د افغانستان د معلوليت لرونکو کرکټ ملي لوبډلې خپلې سیالې هندۍ لوبډلې ته د کرکټ په شل اووريزه لوبه کې ماتې ورکړه.
د هندوستان د معلوليت لرونکو کرکټ ملي لوبډلې د دوستۍ جام شل اوريزو سياليو ترسره کولو په موخه کابل ته راغلې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د کابل په الکوزي کرکټ نړيوال لوبغالي کې د دواړو لوبډلو تر منځ دويمه شل اووريزه لوبه ترسره شوه.
هغه زياته کړه چې د دې لوبې پچه هندوستان وګټله، خو لومړى يې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
هوتک وايي چې د افغانستان معلوليت لرونکو لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٦ منډې جوړې کړې او هندوستان ته يې د ١٦٧ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري عبيدالله اکبري ٦٣ او طفيل دستوخېل ٣٠ د پام وړ منډې جوړې کړې.
د کرکټ بورډ وياند وويل چې د هندوستان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او لوبډله يې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٦١ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د پنځو منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان له لوري طفيل دستوخېل دوه، عبدالله جبارخېل، جميل شاه او عبدالله لېوال يو يو لوبغاړى وسوځول.
د افغانستان عبيدالله اکبري د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د يادونې ده، د هندوستان لوبډلې پرون په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن