Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نایجیریا کې د تېلو د ټانکر چاودنې ۱۴۷ کسان وژلي

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، نایجیریا کې د تېلو یوه ټانکر چاودنه کړې چې له امله یې ۱۴۷ کسان وژل شوي او نږدې ۷۰ نور ټپيان  دي.

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی، چاودنه د سې‌شنبې ورځ ناوخته د تېلو د یاد ټانکر له چپه کېدو وروسته چې کله د سیمې اوسېدونکي د تېلو وړلو لپاره راټول شوي وو، شوې او اورلګېدنه رامنځته شوې وه.

راپور کې راغلي، یاده چاودنه د جیګاوا ایالت په ماجیا کلي کې شوې ده.

د جیګاوا پولیسو ویاند شیسو لاوان ادام ویلي: «موټرچلوونکي خپل کنټرول له لاسه ورکړ، ټانکر د اوبو لور ته ولاړ او تېل لاندې درې ته وبهېدل چې په پایله کې د چاودنې پر مهال د سیمې اوسېدونکي د تېلو وړلو لپاره یاد ځای ته راټول شول.»

نوموړي زیاته کړه، د چهارشنبې له غرمې وروسته په دې پېښه کې د وژل شوو د جنازې ډله‌ییز مراسم ترسره شول.

د ناجیریا بېړني مدیریت ملي اژانس د بیانیې له مخې، د دغه خبر له خپرېدو وروسته د مړه شوو شمېر پرله‌پسې په ډېرېدو دی او پر ځايي وخت له مازدیګر وروسته ۱۴۷ ته رسېدلی دی.

ورته مهال، د نایجیریا د ولسمشر مرستیال په خپلو څرګندونو کې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي شریکه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.