اسعد اباد (پژواک، ٣ زمرى ٩٥): د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي مشهور جهادي قوماندان کشمير خان د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوى دى.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د زمري په ٣مه، پژواک خبري ژانس ته وويل چې کشمېر خان د پېښور په کوم روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
هغه زياته کړه چې د کشمير خان جنازه هېواد ته را روانه کړاى شوې ده او ددې ولايت په شيګل ولسوالۍ کې به خاورو ته وسپارل شي.
د کشميرخان کورنۍ ته يوې نږدې سرچينې پژواک ته وويل، چې په دې وروستيو کې د هغه د شکرې ناروغي زياته شوې وه او د درملنې په موخه پېښور ښار ته لېږدول شوى و.
سرچينه وايي چې په شيګل ولسوالۍ کې د هغه د جنازې او تدفين مراسم نيول شوي دي.
د کونړ ولايت اوسېدونکى خبريال سيد عبدالله نظامي وايي چې حاجي کشمير خان ورته په وروستۍ مرکه کې ويلي وو چې د څلوېښت کلنې ستړيا ارمان يې د وطن کراري ده .
کشمير خان زياته کړې وه : (( د باثباته او واحد افغانستان د بقا لپاره له هر امتيازه تېر يو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن