فراه (پژواک، ٥ زمرى ٩٥): د فراه ولايت ځايي چارواکي وايي چې په پشت رود ولسوالۍ کې د وسله والو نښتو له امله نږدې ١٢ وسله وال مخالفين وژل شوي ، ٢٣ نور ټپيان دي او سلګونه کورنۍ د کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې نښتو کې چې د يکشنبې مازديګر راهيسې په دوکن و چپک او چهار ماس کليو کې د ملي اردو او پوليسو پر امنيتي پوستو پيل شوي، تر اوسه روانې دي او د ١٢ وسله والو مخالفينو د وژل کېدو او ٢٣ نورو د ټپي کېدو تر څنګ، د ملي اردو درې سرتېري هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د هغه په خبره، په داسې حال کې چې افغان امنيتي ځواکونو په دې نښتو کې هوايي ملاتړ له ځان سره درلود، د ملي اردو کومانډو قطعه هم پشت رود ولسوالۍ ته د مرستې لپاره ورغله.
په ورته وخت کې د پشت رود ولسوال غوث الدين وويل چې په دې نښتو کې د ښکېلو وسله والو طالبانو شمېر څه باندې ٥٠٠ کسانو ته رسېږي.
هغه په دوکن، چپک او چهارماس سيمو کې د جګړې د دوام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې د نښتو دوام سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې کړې دي.
د دوکن کلي د ځوانانو شورا غړى غلام رسول چې له خپلې کورنۍ سره فراه ښار ته تښتېدلى، وويل چې طالبانو د يکشنبې په ورځ د دوى پر کلي يرغل وکړ او خلکو ته يې اخطار ورکړ چې خپل کورونه پرېږدي؛ ځکه چې دوى پر امنيتي پوستو د بريد هوډ لري.
هغه زياته کړه: ((زموږ د کلي، د چپک او چهارماش کلو سلګونه کورنيو د نښتو له وېرې خپل کورونه پرېښي او اوسمهال په ښار او يا نورو سيمو کې مېشتې دي.))
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن