کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٥): د کانونو او پټروليم وزارت اعلان وکړ چې په روان کال کې يې ٨٦ کوچني او منځني کانونه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خصوصي سکتورو ته سپارلي او ټاکل شوې چې د څلورو نورو سترو کانونو قراردادونه ډېر ژر لاسليک شي.
د کانونو او پټروليم وزارت وياند محى الدين نوري دغه خبر نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته څرګند کړ.
هغه وويل چې د ٨٦ کوچنيو او سترو کانونو قراردادونه په تېرو څلورو مياشتو کې له بېلابېلو غير دولتي شرکتونو سره لاسليک شوي څو چې دغه کانونه له قانون سره سم ګټې ته وسپارل شي.
د نوري په خبره، یاد کانونه چې ګاز، مالګه، د ډبرو سکاره، مرمر ډبرې، تالک ډبرې، کرومايټ، ګچ، ګران بيه او نيمه ګران بيه ډبرې او ودانيزې ډبرې په کې دي، د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې شتون لري.
د کانونو وزارت وياند څرګنده کړه چې دغه قراردادونه د روڼتيا اصل، کنټرول او د دولت خصوصي برخې ته د ګټې رسولو موضوع په پام کې نيولو سره شوي دي.
د نوري د معلوماتو له مخې، د دغو قراردادونو په بشپړې اجرا سره به د هېواد د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو ته څه باندې دوه زره مستقيم کاري فرصتونه او له ١٠ زرو زيات غير مستقيم کاري فرصتونه رامنځته شي.
خو په مالي برخه کې د روڼتيا اصل پر رعايت د ولسمشر پر هميشني ټينګار سربېره هم د کانونو وزارت وياند د دغو قراردادونو ارزښت له دې لارې د حکومت د احتمالي مالي کچې په اړه معلومات ورنه کړل.
د محى الدين نوري په خبره، د افغانستان د څلورو سترو کانونو لکه د سرپل د بلخاب مس، د هرات شيدايي مس، د بدخشان سره زر او د غزني د زرکسشان سرو زرو کانونو قراردادونه بشپړ شوي او د نهايي تاييد لپاره د اقتصاد عالي شورا ته استول شوي دي.
پر دې سربېره نوموړي وويل چې د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ د ګچ ډبرو کان، د کندهار د دامان ولسوالۍ د ګچو کان، د غزني د ناور د ګچو کان، د چمتال او د بلخ د خلک د ګچو کان، د باميان د يکاولنګ ولسوالۍ د ګچو کاناو ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د ګچ ډبرو کان قرار دادونه يې هم داوطلبۍ ته وړاندې کړي دي.
د کانونو او پټروليم وزارت وياند په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه چې د کانونو د امنيت خوندي کولو ګډې امنيتي کمېې د روان کال له پيل نه د ١٢٠ کانونو د غير قانوني استخراج مخنيوى کړى او همدارنګه ٦٤ د لاجوردو لارۍ چې په غير قانوني ډول پاکستان ته لېږدول کېدې، د دې کمېټې له خوا کشف او ضبط شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن