کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): ټاکل شوې ده چې دغه ځل د کرکټ په ملي شپږيزې سياليو کې يو شمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون وکړي.
د کرکټ شل اووريزې ملي شپږيزې سيالۍ ټاکل شوې ده د زمري په ١٩مه د سې شنبې په ورځ په کابل کې پيل شي، خو د دوشنبې په ورځ به يې د پرانيستې رسمي مراسم ترسره شي.
په دې سياليو کې د هېواد د زونونو په کچه شپږ لوبډلې برخه اخلي چې په کې ملي، د الف لوبډلې، د ملي ١٩ کلنو لوبډلې او د زونونو او ولايتونو د لوبډلو پياوړي لوبغاړي په کې شامل دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځل په شپـږيزې سياليو کې يو شمېر بهرنيو لوبغاړو ته هم بلنه ورکړل شوې او هغوى منلې ده.
هغه زياته کړه چې په یادو بهرنيو لوبغاړو کې پاکستاني لوبغاړي ناصر جمشېد، محمد اصف، کامران اکمل، محمد سمېع، سلمان بټ، خالد لطيف او د زمبابوې سکندر رضا شامل دي.
نوموړي وويل چې دوى به ډېر ژر کابل ته ورسېږي او د شپږيزې سياليو د بېلابېلو لوبډلو له خوا ولوبېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وايي چې يادو لوبغاړو ته يې په نړيوال معيار اسانتياوې برابرې کړې دي.
هغه زياته کړه، اداره يې د دې وړتيا لري چې په سمه توګه د نړيوالو لوبغاړو کوربه توب وکړي.
د نوموړي په وينا، د نړيوالو لوبغاړو راتګ به په هېواد کې دننه په کورنيو لوبغاړو ډېره مثبته اغېزه وکړي او ملي لوبغاړي به له هغو له تجربو څخه ګټه پورته کړي.
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزی وايي، د لومړي ځل لپاره شپږيزې ليګ سياليو ته د نړۍ د پېژندل شوو لوبغاړو راتګ به په هېواد کې د کرکټ د پرمختګ لپاره ډېر ګټور تمام شي.
د کرکټ مينه وال هم په شپږيزې سياليو کې د بهرنيو لوبغاړو ګډون سره خوښ دي او زياتوي چې دا ځل به د کرکټ له دې سياليو څخه خوند اخلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن