خوست ښار (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): د خوست د سپېرې ولسوالۍ ولسوال وايي چې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سپېرې ولسوال محمدعظيم د زمري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ولايتي ځواکونو (کمپاين) د سپېرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې دوه ماشومان وژل شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې دوه وسله وال هم وژل شوي او ښايي چې د عملياتو موخه وسله وال مخالفين وو.
د نوموړي په وينا، دا چې ځانګړو ځواکونو د وسله والو مخالفينو له مقاومت سره مخ شوي يا نه، په دې اړه معلومات نه لري.
د دغه ولايت يوې بلې دولتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، هم ياد عمليات تاييد کړل، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
ځانګړو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن