کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاریو ګډ کمېسیون دوه ورځنۍ ناسته په تهران کې جوړه شوه.
له ماليې وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د تجارتي او اقتصادي همکاریو ګډ کمېسیون پنځمه ناسته د زمري میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د ایران د کورنیو چارو وزیر ډاکټر عبدالرحمان فضلي په مشرۍ په تهران کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په یاده ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګمرکي اړیکو پر پراختیا، ترانزیټي او سوداګریزو اسانتیاوو، انرژي، تعلیمي او تحصیلي اړیکو، رېل پټلۍ او نورو مالي اړیکو له لارې په اقتصادي او تجارتي همکاریو بحث او خبرې وشوې.
د خبرپاڼې په حواله، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د یادې ناستې په څنډه کې د ایران اقتصاد وزیر ډاکټر علي طیب نیا سره هم وکتل.
سرچينه زياتوي، دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ په څو راتلونکو کلونو کې د ٢،٥ میلیاردو ډالرو څخه ٦ میلیاردو ته د تجارت پر زیاتوالي، د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمه کې د څلورم ګمرک په رامنځ ته کولو، د روان زېږديز کال د سپټمبر په لومړیو کې د خواف او هرات ترمنځ د رېل پټلۍ د درېیمې لیکې پر جوړولو، د پانګونې د ملاتړ او بانکې همکاریو د پراختیا په موخه د هوکړه لیک د نهایي کېدو لپاره د مذاکراتو په جاري ساتلو باندې بحث او د افکارو تبادله وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن