منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۶ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د وروستیو جګړو له امله ۳۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۲ زمری ۹۵) چارواکې وايي چې د هلمند په مرکزي سیمو کې د روانو وروستیو جګړو له امله شاوخوا ۳زره کورنۍ بېځایه او د لښکرګاه ښار ته کډه شوې دي.

د یاد ولایت د کډوالو چارو ريیس نقیب الله زمریال وايي چې په تېرو نږدې ۱۵ ورځو کې له نادعلي، ناوې او د لښکرګاه ښار له نږدې سیمو په پرله پسې توګه کورنۍ بېځایه کېږي.

د ده په وینا، تر دې مهاله د ۳زره په شاوخوا کې کورنۍ بېځایه شوې دي چې تر اوسه یې ۶۸۲ کورنۍ سروې کړې او د نورو د سروې چارې روانې دي.

د ده په وینا چې د سروې له لارې په نښه شوو کډوالو کورنیو ته یې خوراکي او غیر خوراکي توکي چمتو کړي، خو دا چې د لښکرګاهـ کندهار تر منځ لویه لاره د نا امنۍ له امله بنده شوې ده، مرسته کېدونکي توکي بند پاتې دي.

زمریال زیاته کړه کله چې یاده لاره پرانیستل شي، ډېر ژر به هغو کورنیو ته مواد ورسول شي چې په تر اوسه په نښه شوې دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم وايي چې د کډوالو چارو ریاست له لوري د کډوالو د سروې کار چټک کار روان دی او ډېر ژر به هغوی ته مرستې ورسېږي.

په همدې اړه د هلمند د ولایتي شورا ريیس حاجي کریم اتل وايي، په دې وروستیو کې تر شل زره ډېرې کورنۍ کډوالې شوې دي، خو د لارو بندېدو له امله تر اوسه هېڅ مرسته نه ده ورسره شوې.

د ده په وینا، بلخوا د همدې لارې د بندېدو او د لښکرګاه ښار د محاصره کېدو له امله خوراکي توکي ورځ تر بلې قیمته کېږي، عام خلک بېکاره دي، نوي کډوال شوي دي، نه شي کولی خپل د اړتیا وړ توکي په دې قیمتۍ کې پوره کړي.

په دې اړه د نادعلي د چاه انجیر سیمې یوه اوسېدونکي معلم پژواک ته وویل چې یو شمېر نوې کډوالې شوې کورنۍ په بولان سیمه کې په کنډوالو او د خپلو خپلوانو په کورونو کې ځای پر ځای شوې دي.

د معلم په وینا، له دوی څخه ټول توکي په کور کې پاتې شوي اوس یې نه امنيتي ځواکونه کلي ته پرېږدي او نه هم طالبان اجازه ورکوي، په سیمه کې دوامدارې جګړې روانې دي.

نوموړي وویل، تر اوسه دوی ته نه د کومې سروې ټېم ورغلی او نه هم بل چا ورسره مرسته کړې ده.

د نادعلي یوه بل اوسېدونکي سمېع الله هم په بولان سیمه کې وویل، دوی د مرستو ترلاسه کولو پر ځای په خپله سیمه کې د چټکو عملیاتو پلېدو غوښتنه کوي څو بېرته خپلو ځایونو ته ستانه شي.

د ده په خبره، د مرسته کولو لپاره کېدونکې سروې رڼه نه ده، په واسطه او خپلوۍ باندې خپل کارونه پر مخ بیايي، له دې امله حق حقدار ته نه رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو اونیو راهیسې لښکرګاه ته نږدې په نادعلي او ناوې ولسوالیو کې جګړو زور اخیستی دی.

یادونې ده، نن (د زمري ۲۲مه) د ګرمسېر ولسوالۍ هم سقوط کړی چې له امله يې ډېرې کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه