اسعداباد (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٥) د نورستان والي وايي چې لسګونو وسله والو طالبانو نن سهار د وانت وايګل پر و لسوالۍ بريد کړى، خو پر شا تمبول شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لسګونو وسله والو نن سها شاوخوا پنځه بجې د وانت وايګل پر ولسوالۍ له څو خواوو بريدونه پيل کړي وو.
هغه زياته کړه چې له طالبانو سره د نورو بهرنيانو تر څنګ يو شمېر عرب نښه ويشتونکي هم شامل دي، خو د ملي ځواکونو له خوا د هغوى بريدونه پر شا تمبول شوي دي.
د نوموړي په وينا، اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو ده ته يې کره شمېره نه وه معلومه.
والي وايي چې امنيتي ځواکونه د وسله والو په تعقیب کې دي او ډېر ژر به يې مات کړي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن