منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۱ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند پر امنيه قومندان چاودنه وشوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۰ کتنې

لښکرګاه (پژواک ٢٤ زمرى ٩٥): د هلمند امنيه قومندان وايي، پر ده د ماين چاودنه شوې، دى په کې روغ دى، خو دوه امنيتي سرتېري په کې ټپيان شوي دي.

امنيه قومندان مل پاسوال اقانور کينتوز، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام شاوخوا پنځه نيمې بجې د هلمند – کندهار پر لويې لارې د "سرکار" په سيمه کې ورباندې د ماين چاودنه وشوه.

ده زياته کړه، دغه پېښه هغه مهال وشوه، کله چې دوى له يادې ساحې څخه ډېر ماينونه شنډ کړل او وروستۍ برخې ته يې رسېدلي وو، چې چاودنه رامنځ ته شوه او دوه پوليس په کې ژوبل شول.

دى وايي: "ماته هم شګې او ښيښې را والوتلې، پر مخ او لاس مې ښيښې ولګېدې، نور روغ جوړ يم."

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې د ملي اردو يو ټانک تخريب شوى دى.

خو د پوليسو يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او د امنيه قومندان په ګډون چې سرسري ژوبل شوى، څلور پوليس ټپيان دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه