اسعداباد (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٥) د نورستان والي وايي چې پر وانټ وايګل ولسوالۍ د وسله والو بريد په شاتمبول شوى او ګن شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لسګونو وسله والو نن سها شاوخوا پنځه بجې د وانت وايګل پر ولسوالۍ له څو خواوو بريدونه پيل کړي وو.
هغه زياته کړه چې له طالبانو سره د نورو بهرنيانو تر څنګ يو شمېر عرب نښه ويشتونکي هم شامل دي، خو د ملي ځواکونو له خوا د هغوى بريدونه پر شا تمبول شوي دي.
د نوموړي په وينا، اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده او او امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي،.
والي وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه شاوخوا ٤٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د ١٦ جسدونه په سيمه کې پاتې دي.
د حافظ قيوم په وينا، دغه راز په دې نښتو کې ٢ سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې وايګل کې يې ګڼ شمېر پوستې نيولې او دولتي سرتېرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن