اسعد اباد (پژواک، ٦ وږى ٩٥): د کونړ نوى ټاکل شوى امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وايي چې د فساد پر ضد مبارزه کې به د هيچا تر فشار لاندې رانه شي.
پاسوال همت چې څو ورځې مخکې د کونړ د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د پوليسو په ليکوکې د هېواد په کچه ستونزې شته .
هغه زياته کړه :(( زه به هڅه وکړم د کونړ په پوليسو کې شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدم او هغه پوليس چې په هر ډول فساد کې ښکېل وي د قانون منګوته وسپارم.))
د همت په وينا، د پوليسو په ليکو کې به د مکافاتو او مجازاتو سيستم فعال او پياوړى کړي.
د کونړ امنيه قوماندان وايي چې ددې ولايت په پوليسو کې به پراخه اصلاحات راولي، څو پوليس وکولى شي د خلکو سم خدمت وکړي او امنيت ټينګ شي.
نوموړي زياته کړه (( زه به د پوليسو د اصلاح په برخه او د فساد پر ضد مبارزه کې د هيچا تر فشار لاندې را نه شم ، که فشار او فرمايشونه ومنو بيا سمون نه راځي.))
دکونړ نوي امنيه قوماندان وويل چې دى به د پوليسو د اصلاحاتو په برخه کې د کونړ په ټولو ولسواليو کې د تغير او تبديل کار پيل کړي.
همت زياتوي، پوليس به کونړ ولايت کې له نورو امنيتي ادارو سره په پوره همغږۍ کار وکړي.
د هغه په وينا، د امنيت په برخه کې به ښه والى راولي او امنيتي پوستې به زياتې کړي .
پاسوال جمعه ګل همت وويل چې په کونړ کې اوس يو نسبي امنيت شته ، ټولې ولسوالۍ فعالې دي او ټولې لويې لارې د ترافيکو پرمخ شپه او ورځ خلاصې دي .
هغه زياتوي، د کونړ په دوه ولسواليو ناړۍ او غازي اباد کې چې د مرکز اسعداباد ختيځ ته پرتې دي ناامني شته، خو دا سيمې به هم ډېر ژر له مخالفينو پاکې کړي.
امنيه قوماندان وايي چې په کونړ کې په کافي اندازه امنيتي ځواکونه شته او د کونړ ولايت قومي مشران او ديني عالمان له دولت سره کلک همکار دي .
د همت په وينا، په خپلو پرېکړو کې قاطع دى او له هېچا سره به هېڅ ډول معامله ونه کړي .
نوموړي دغه راز په دې ولايت کې د قاچاق د مخنيوي ډاډ ورکړ او ويې ويل چې له تېرو څو ورځو کې يې د چارتراشو لرګيو د قاچاق مخه نيولې ده.
د هغه په وينا، کوم پوليس چې په قاچاق کې لاس لري، مخنيوى به يې کوي.
همت تر دې مخکې په زابل، اروزګان او هلمند ولايتونو کې هم دندې ترسره کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










