منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند امنيه قومندان د طالبانو له بريده روغ ووت

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۴ کتنې

لښکرګاه (پژواک ١٠ وږى ٩٥): د هلمند چارواکي وايي، د دې ولايت امنيه قومندان د طالبانو له بريده روغ وتلى، خو درېيو پوليسو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن څلورنيمې بجې د هلمند – کندهار په لويه لاره کې يوه امنيتي پېښه رامنځ ته شوې، چې يو پوليس افسر په کې وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

ده زياته کړه، که څه هم امنيه قومندان په سيمه کې و، خو هغه ته زيان نه دى رسېدلى.

خو د پوليسو يوې سرچينې، پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د امنيه قومندان مل پاسوال اقانور کينتور هاموې ټانک د لښکرګاه اړوند په چارګل پمپ سيمه کې په هاوان ويشتلى دى.

سرچينه کاږي، په دې پېښه کې په خپله قوندان له دوو پوليسو سره سربېرن ټپي شوى، خو د قومندانۍ د قرارګاه مشر بسم الله نورزى وژل شوى دى.

دوه اونۍ وړاندې هم، امنيه قومندان په ياده سيمه کې د ماين په چاودنه کې سرسري ژوبل شوى و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه