کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۹۵): د افغانستان د ملي دفاع وزارت له هوايي پوهنتونه د يوې نجلۍ په ګډون ٩٠ پيلوټان او ١٠٥ تنه د الوتکو د تخنيک انجنيران فارغ شول.
دغو کسانو ته نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په ياد پوهنتون کې چې د کابل ښار هوايي ډګر ته څېرمه موقعيت لري، د فراغت سندونه ورکړل شول.
د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې قوماندان تورن جنرال محمدنبي احمدزي په دغو مراسمو کې وويل چې دغو کسانو يو کال مسلکي زده کړې کړې دي.
هغه وويل: "د تېرو جګړو پر مهال د افغانستان هوايي ځواک ډېر زيانمن شوی و، تر هغې وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ په لومړينو کلونو هم هوايي ځواک ته ډېره توجه ونه شوه، خو له ۲۰۰۸ کال راپه دېخوا د هوايي ځواک د پياوړتيا لپاره هڅې پيل شوې دي."
ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې دا مهال افغان هوايي ځواک پرمختللې الوتکې او چورلکې لري.
هغه فارغ شوو بريدملانو ته په خطاب کې وويل: "د ځمکنيو ځواکونو بريا د هوايي پوځ په ملاتړ پورې تړلې، هر څومره ژر چې ځمکنيو ځواکونو ته هوايي مرستې ورسېږي، هومره ژر کولای شي دښمن مات کړي."
د افغانستان د هوايي ځواک عمومي قوماندان ډګر جنرال عبدالوهاب وردګ فارغانو ته وويل: "تاسو د وسله وال پوځ تر ټولو مهم کسان ياست؛ ځکه چې ځمکني ځواکونه ستاسو له ملاتړ پرته نه شي کولاى د دښمن سيمه ژر تر خپل کنټرول لاندې راولي."
هغه زياته کړه، هوايي ځواک د پرمختګ په حال کې دى او په دې برخه کې پياوړي او مسلکي انساني ځواک ته اړتيا ده.
د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک د قوماندانۍ سلاکار جنرال هيکس (Hicks) هم وويل چې د افغانستان هوايي ځواک پرمختللې پوځي چورلکې او الوتکي لري، خو اړتيا ليدل کېږي چې په دې برخه کې پر انساني ځواک هم تمرکز وشي.
هغه وويل چې دا مهال د بهرنيو سلاکارانو او روزونکو تر څنګ په افغانستان کې هم د هوايي ځواک مختصصين شتون لري او بايد نوي فارغ شوي کسان د هغوى له تجربو او زده کړو ګټه واخلي.
د هوايي پوهنتون د عامه اړيکو مسوول ډګرمن احمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد ٩٠ تنه د چورلکو او الوتکو پيلوټان دي او کولاى شي چې په برياليتوب سره الوتنې ترسره کړي.
فارغې شوې پيلوټه مرضيه وايي: "وياړم چې د هېواد هوايي ځواک يوه سرتېرې يم او په دې برخه کې مې مسلکې زده کړې کړې، چمتو يم چې له خپل هېواد او خپلې خاورې دفاع وکړم."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن