لښکرګاه (پژواک، ۱۷ وږی ۹۵): چارواکې وايي چې د هلمند- کندهار د لارې د خلاصون په عملياتو کې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه څرګندونې د هلمند والي حيات الله حيات د وږي په ۱۷مه د يادې لارې په وزيرو بانده سيمه کې خبريالانو ته وکړې او ويې ويل چې نور په لاره کې امنيتي ګواښونه نشته، ټول خښ کړل شوي ماينونه شنډ شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه لاره نږدې يوه میاشت وړاندې وروسته له هغه نا امنه شوه چې وسله والو طالبانو په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو پر پوستو بريدونه وکړل.
د ده په وینا، په دغو عملیاتو کې د دولت ۱۶۰ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۶۴ ټپيان شوي او څلور نور ژوندي ونيول شول.
د هلمند والي وايي، په همدې سیمه کې يې د وسله والو درې د وسلو لويې زېرمې چې ماينونه هم په کې وو ، له منځه وړل شوي دي.
حيات زياتوي دغه راز امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال ۱۰۲۰ ماينونه شنډ کړي او وروسته یې د پخوانيو پوستو تر څنګ يو شمېر نورې پوستې هم جوړې کړې دي او يوه ورځ وروسته به د دوو پولونو له جوړېدو سره سم ملکي خلکو ته هم پرې د تګ راتګ اجازه وشي.
په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان ډګر جنرال معین فقیر هم وویل، عامو خلکو د وسله والو له ملاتړه وروسته له هغه لاس واخیست چې په بېلابېلو سیمو کې يې پلګوټي پر ماینونو والوځول او قیر سړک يې په تراکتور وران کړ.
د ده په وینا، د لارې دلا ښه امنیت په موخه د کومانډو ځواکونو تر څنګ د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت سرتېري هم په عملیاتو بوخت دي او هڅه يې دا ده چې د لارې له نږدې سیمو يې نور هم پر شا وتمبوي.
ده په وینا، په دغو عملیاتو کې ۳ سرتېرې هم وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو د لومړۍ لوال د درېیم کنډک قوماندان ډګر جنرال منظم الدين وویل، په دې سیمه کې طالبان د کوماندو ځواکونو په عملیاتو کې وځپل شول.
د نوموړي په وينا، هغه مقاومت چې دوی په تېرو څلور اونیو کې وکړ، د خلکو له کورونو یې ګټه پورته کوله چې پر مهال د پولیسو دوه اساسي پخې پوستې ونیوې او دواړې يې پر بمونو والوځولې.
د ده په وینا، اوس مخالفین نه شي کولی نور سړک ته نږدې راشي، ماینونه خښ کړي او یا هم د لارې پر موټرو بریدونه وکړي.
بلخوا د پولیسو یوې امنیتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل، په هغو دوو پوستو کې چې وسله والو پر بمونو الوځولې وې، په يوې کې ۱۱ په بلې کې ۱۴ پوليس ووژل شول.
سرچينه زياتوي تر هغه وروسته هم پر پولیسو سربېره، د ملي اردو سرتېرو ته د ماین په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ده په وینا، وسله والو ډېر مقاومت نه شوای کولی، خو یوازي په ډېرې چټکۍ سره يې په لاره کې ماینونه خښ کړل او پر دوی يې لاره وتړله چې له امله يې بیا ستونزه لویه او لاره بنده شوه.
وسله والو په دې اړه چې د دوی خوا ته په دومره لوړه کچه مرګ ژوبله اوښتې، څه نه دي ویلي، خو د امنیتي ځواکونو خوا ته يې د ډېرې مرګ ژوبلې ادعاوې کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










