اسعد اباد (پژواک، ٢٨ تله ٩٥): په کونړ ولايت کې د فساد د مخنيوي په موخه له دولتي او ولسي خلکو څخه يوه ځانګړې کمېټه جوړېږي.
دغه څرګندونې د کونړ والي وحيدالله کليمزي د تلې په ٢٨مه، په دغه ولايت کې د يوناما په تخنيکي همکارۍ جوړ شوي د فساد پر وړاندې د مبارزې په يوه ورځني ورکشاپ کې وکړې.
والي زياته کړه، ډېر ژر به ددغې ځانګړې کمېټې په جوړولو سره په دې ولايت کې د فساد کچه صفر ته راښکته کړي او د قانون د پلي کېدوترڅنګ به د عدالت تامين ته هم لاره هواره کړي.
د نوموړي په وينا، که څه هم ددې ولايت په ادارو کې د فساد کومې ښکاره بېلګې نه ليدل کېږي، خو په خبره يې چې لا هم به ددغې ناوړې پدېدې د له منځه وړلو په برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.
کليمزي وويل چې د څار په ياده ځانګړې کمېټه کې به د عدلي او قضايي ارګانونو د استازو ترڅنګ قومي مشران ، ديني عالمان او د مدني ټولنې استازي هم ګډون ولري.
دى وايي چې ياده کمېټه به په دې ولايت کې د ټولو دولتي او غير دولتي ادارو کړنې وڅاري او د فساد د بېلګو د موندلو لپاره به يې هڅې وکړي.
د کونړ والي وويل چې ولسمشر اشرف غني د بروکسل په نړيوال کنفرانس کی خپلو نړيوالو ملګروته ډاډ ورکړى چې حکومت به له فساد سره جدي مبارزه کوي.
په ياده غونډه کې ددې ولايت د عدلي او قضايي ارګانونو له استازو سربېره ديني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو له فساده سره د مبارزې په برخه کې خپله کلکه اراده او عزم څرګنده کړ او له جوړېدونکې کمېټې سره يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د يوناما استازي محمد ګل صديقي وويل چې افغان حکومت له خپلو نړيوالو ملګرو سره د مرستو په بدل کې ژمنه کړې چې له فساد سره به جدي مبارزه کوي.
د هغه په وينا، له فساد سره مبارزه يواځې د حکومت دنده نه ده، بلکې د ټولنې د ټولو برخو غړي بايد په دې برخه کې خپل رول ولوبوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن