خوست ښار (پژواک، ٢ لړم ٩٥): د خوست ولسي خلکو په يوه اعتراضيه غونډه کې پر دولت غږ وکړ چې که په دغه ولايت کې درول شوې ډيموګرافيکه سروې له سره پيل نه کړي، د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.
دغه سروې چې دوې مياشتې وړاندې پيل شوې ده، د ځينو سرچينو په وينا تېره اوونۍ د احصايې مرکزي دفتر په امر د ځينو ملاحظاتو له امله ودرول شوه او کارکوونکي يې رخصت کړل.
يادې غونډې ته د لړم په ٢مه د خوست مدني فعال نصيراحمد روښان د احصايې پر مرکزي دفتر تور ولګاوه چې دغه کار يې د سياسي موخو پربنسټ کړی او غواړي د خوست خلک له خپلو حقونو محروم وساتي.
نوموړي زياته کړه: ((کله چې په کابل کې ځينې سياسي کړۍ د خوست د ولايت د مرکز او دوو ولسواليو نفوس وليده چې تر ۶ سوه زرو زيات شو، نو سمدستي د احصايې مرکزي دفتر ورته امر وکړ چې سروې بنده کړي.))
نصيراحمد روښان دغه راز وويل چې ظاهراً د احصايې دفتر د سروې د درېدو عمده لامل امنيتي ستونزې بللې دي، خو په داسې حال کې چې په خوست کې د امنيت له پلوه هېڅ ډول ستونزه نشته.
روښان زياته کړه: ((موږ پر مرکزي دولت غږ کوو، چې په هر قيمت د دې سروې د بشپړېدو غوښتونکي يو او هيڅکله دا اجازه چا ته نه ورکوو، چې له دې ملي پروسې سره ملنډې ووهي او د خپلو شخصي ګټو قرباني يې کړي.))
د ځېنو معلوماتو له مخې، په ياده سروې کې څه باندې ۱۶ سوه کسانو کار کاوه او د دوو مياشتو په موده کې يې شاوخوا ۷۰ سلنه کارونه ترسره شوي وو.
قومي مشر عزيزالله ځلاند هم په خپلو خبرو کې د سروې د مسوولينو دا څرګندونې بې بنسټه وبللې چې ګني د امنيتي ستونزو او ګواښونو له امله يې سروې درولې ده.
هغه وويل: ((مرکزي اداره دې خپلې ستونزې پرموږ نه را اچوي. موږ دا وړتيا لرو چې خپلې ستونزې په خپله هوارې کړو، که چېر دوی وغواړي د دوی د ستونزو په هواري کې هم ورسره مرسته کوو.))
د يادې غونډې ګډونوالو د يوه پرېکړه ليک په خپرو سره ګواښ وکړ چې مرکزي دولت د يادې سروې د بيا پيل په اړه جدي ګام وانه خلي، د ولسمشرۍ ماڼي ترڅنګ به پراخ مدني حرکتونه پيل کړي.
په ورته وخت کې د خوست والي حکم خان حبيبي هم وويل چې د سروې مسوولينو امنيتي ګواښونه د دليل په ډول رامخکې کړي، خو زياته يې کړه چې په خوست کې امنيت د هېواد د بلې هرې سيمې په پرتله ډاډمن دی.
هغه له پژواک خبري اژانس په خبرو کې مرکزي دولت ته په ډاډ سره وويل چې په خوست کې د امنيت له پلوه هيڅ ستونزه نه لري او هر ډول پرمختيايي کارونو ته زمينه برابره ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن