کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٥): د " احمدزيو شجرې او مينې" کتاب د مخکتنې غونډه نن په کابل کې د احمدزيو سراسري شورا له خوا جوړه شوه.
دا اثر چې د کابل پوهنتون استاد پوهنيار محمد حسين احمدزي کښلى، په دې وروستيو کې په ١٧٩ مخونو کې د مستقبل خپرندويې ټولنې له خوا چاپ او خپور شوى دى.
په دې تړاو په جوړه شوې علمي غونډه کې د سولې عالي شورا مرستيال حاجي عزيزالله دين محمد، د علومو اکاډمۍ سلاکار څېړندوى حبيب الله رفيع، پوهاند رازقي نړيوال، پوهاند ډاکټر عبدالقيوم د دغه کتاب پر ارزښت او اهميت خبرې وکړې.
د احمدزيو سراسري شورا مرستيال ډاکټر محمد نذير احمدزي وويل، دا کتاب د څېړونکو او اوسني ځوان نسل لپاره د معلوماتو راټولولو يوه زېرمه او د راتلونکو نسلونو لپاره يوه ستره معنوي پانګه ده.
ده زياته کړه، ياد شوى اثر د احمدزيو په هر اړخيزه پېژندنه کې زياته مرسته کولى شي.
د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل وويل، هر قوم او قبيله بايد خپل تاريخ د ساتلو په موخه، هغه په کتابي بڼه خوندي کړي، خپلو ستونزو او کړاونو ته په کې انعکاس ورکړي او حل لارو ته يې اشاره وکړي.
د کتاب ليکوال حسين احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه څېړنه يې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په څلورو کلونو کې ترسره کړې، چې معلومات يې تر ډېره بريده د مرکو پر بنسټ راغونډ شوي او بيا تحليل شوي دي.
د هغه په وينا، دا چې د احمدزيو قبيلې د هېواد په تاريخي، سياسي او ټولنيزو برخو کې مهم رول لوبولى، نو په همدې خاطر يې د دې اثر د ليکلو هوډ وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن