ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هغو دولتي چارواکو چې خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړي، نومونه به يې په ډاګه شي

هغو دولتي چارواکو چې خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړي، نومونه به يې په ډاګه شي

author avatar
19 Nov 2016 - 20:35
هغو دولتي چارواکو چې خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړي، نومونه به يې په ډاګه شي
author avatar
19 Nov 2016 - 20:35

کابل (پژواک ٢٩ لړم٩٥): د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اداره، په دې خبرې د ټنيګار ترڅنګ چې له اداري فساد سره مبارزه ملي اجماع ته اړتيا لري، وايي چې د هغو يو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو نومونه چې خپلې شتمنۍ يې تر اوسه نه دي ثبت کړې، په ډاګه کړي.

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې سرپرست سيدغلام حسين فخري، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، د فساد د شومې پديدې د له منځه وړلو لپاره د وزارتونو او دولتي ادارو چارواکي بايد د فساد له منځه وړلو په برخه  کې له يادې اداري سره همکاري وکړي.

نوموړي له اداري فساد سره د مبارزې لړۍ يو اوږدمهاله کار وباله او ويې ويل: “له يادې شومې پديدې سره مبارزه، د يوه يا څو بنسټونو کار نه دى، ترڅو چې خلک له موږ سره د اداري فساد له منځه وړلو کې همکاري ونه کړي، د اداري فساد موضوع يواځې د فرمانونو په صادرولو، حکم او لارښوونو سره کومه پايله نه لري.”

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې سرپرست وويل، دولت بايد په حکومتولۍ کې د اصلاحاتو په برخه کې، چې روڼتيا، اداري اصلاحات، دولتي مامورينو ته د ژوند د اسانتياوو برابرول، بيمه او معاش په کې شامل دي، داسې ګامونه پورته کړي، څو له اداري فساد سره مبارزه يوه پايله ولري.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د دوى اداره له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز سره نږدې اړيکه لري، وويل: “تراوسه پورې ياد مرکز ته اته دوسيې سپارل شوې او په نږدې راتلونکي کې يو شمېر نورې دوسيې هم د عدلي او قضايي مرکز ته لېږل کېږي.”

له اداري فساد سره د مبارزې مشر وايي، ډېر ژر به د هغو لوړپوړو دولتي چارواکو نومونه په ډاګه کړي، چې خپلې شتمنۍ يې نه دي ثبت کړې.

هغه وويل: “فهرست د چمتو کېدو په حال کې دى، کله چې بشپړ شو، نو نوملړ به ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږي، د ماليې وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او له رسنيو سره به شريک کړو او د يو شمېر ډېرو جدي او پرمختللو مواردو چوکاټ لويې څارنوالۍ ته هم ولېږي، څو په اړه يې لويه څارنوالي پرېکړه وکړي.”

بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د خلکو او وزارت د کارکوونکو د عامه پوهاوي په اړه له فساد سره د مبارزې ادارې سره د مطبوعاتو له لارې يو هوکړه ليک هم لاسليک کړ.

دغه هوکړه ليک نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست سيدکمال سادات او له اداري فساد سره د مبارزې سرپرست سيدغلام حسين فخري ترمنځ په کابل کې لاسليک شو.

سيدکمال سادات د هوکړه ليک د مراسمو پر مهال وويل، د دغه هوکړه ليک پر بنسټ به په ټول هېواد کې دولتي کارکوونکو او عامه خلکو ته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عامه پوهاوى پيل کړي.

سادات وويل: “پخوا مو له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې کوم هوکړه ليک نه درلود، خو بيا هم د خلکو د پوهاوي په برخه کې هلې ځلې شوې، خو د ياد هوکړه ليک له لاسليک وروسته به په ټولو اړخونو کې خپلې همکارۍ زياتوي.”

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر سيد غلام حسين وويل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو په برخه کې ډېر امکانات لري او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خلکو ته ډېر اطلاعات او معلومات ورکولى شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.