منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۳ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر غني: جنرال غوري ستره ضايعه ده

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۵۱ کتنې

کابل (پژواک، ۱۱ ليندۍ ۹۵): ولسمشر غني چې د ظفر قول اردو قومندان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره هرات تللى و، ويلي چې د ملي اردو د دې لوړپوړي جنرال له لاسه ورکول، ستره ضايعه ده.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د هرات د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو قوماندان ډګرجنرال محي‌الدین غوري د جنازې لمانځه په مراسمو کې د ګډون په موخه هرات ولایت ته ورغی.

نوموړی په بادغیس ولایت کې د هلیکوپټر د سقوط په پېښه کې ژوند له لاسه ورکړى و.

سرچينه کاږي، غني لومړی له مل پلاوي سره ۲۰۷ ظفر قول اردو ته ورغی او په هغه ناسته کې يې برخه واخيسته چې د وژل شويو کسانو له کورنیو سره د غمشریکۍ او همدردۍ په موخه جوړه شوې وه.

په دغه ناسته کې د هېواد د سترو ملکي او نظامي مقاماتو سربېره، د هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو والیانو او د وروستیو قربانيانو د کورنیو غړو هم حضور درلود، جمهوررئیس د خلکو او دولت په استازیتوب امنیتي او دفاعي ځواکونو او همدارنګه د غوري او ډګروال پیلوټ عبدالواسع کورنیو ته د تسلیت ژور مراتب وړاندې کړل.

هغه د جنرال غوري نشتوالی لویه ضایعه وبلله او د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه په دفاع کې يې د هغه مېړانه، سرښندنه او صداقت څخه په نېکۍ یادونه وکړه او د هغه ګټور خدمتونه یې وستایل.

ده زیاته کړه، ډګرجنرال غوري په نظامي پلان جوړونه کې ځانګړی مهارت درلود او په وروستیو عملیاتو کې يې دښمنانو سره بې درېغه مبارزه کوله او د دندې په ترسره کولو کې یې مبالغه نه کوله.

دى وايي: "د شهید غوري او پیلوټ شهید عبدالواسع بچیان مې لکه خپل بچیان داسې دي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولو شهیدانو کورنیو ته په ځانګړي ډول د شهید غوري او شهید پیلوټ عبدالواسع کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه به جدي هڅه وشي."

د ده په وينا، د ټپيانو د درملنې لپاره به له ټولو امکاناتو استفاده وشي.

نوموړي په دغو مراسمو کې د غوري او عبدالواسع روح ته د دعا ترڅنګ وویل: "زه د اعلی سر قوماندان په توګه ټولو وسله‌والو ځواکونو په ځانګړي ډول د ظفر قول‌اردو منسوبینو ته د ډګرجنرال محي الدین غوري او ډګرمن پيلوټ عبدالواسع د شهادت له امله تسلیت وایم. زه د افغانستان د ټولو خلکو په استازیتوب په دغه غم کې تاسې سره شریک یم."

هغه زیاته کړه، ټول ملت له یوې خوا غمجن دی او له بلې خوا ویاړې چې داسې زړور بچیان لري.

غني د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو له جوړېدو راهیسې د هغو منسوبینو سرښندنو او مېړانې ته په اشارې وویل، د ۲۰۷ظفر قول اردو ته تل بریالیتوب ور په برخه وو، جنرال جان محمدخان الکوزی او جنرال محمدایوب خان د دغه قول‌اردو دوه وتلي قوماندانان وو چې تل یې  استعماري طرحې ویجاړې کړې وې.

ده د هرات د ۲۰۷ظفر قول اردو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، زه باور لرم چې ډګرجنرال محي الدین غوري او ډګرمن پیلوټ عبدالواسع وژل کېدل به د خلکو او وطن د خدمت په برخه کې ستاسې هوډ لا پیاوړی کړي.

ولسمشر وویل، نن په ورته حال کې د بیا ژمنې ورځ ده، خپلې سپېڅلې خاورې څخه تر وروستۍ سلګۍ پورې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دفاع کولو د بیا ژمنې ورځ ده.

اشرف غني د ۲۰۷ظفر قول‌اردو منسوبینو ته په خطاب کې وویل: تل مو له دغې خاورې په دفاع کې سرښندنې کړې دي او د دغې خاورې له زړورو بچیانو مو د مېړانې، زړورتیا او پېرزوینې درس زده کړی دی.

ده زیاته کړه: زموږ د امنیتي او دفاعي قواوو ټول منسوبین رضاکار دي او هېڅ یو یې د دغه مقدس یونیفورم په اغوستو نه دی مجبور شوی.

محمداشرف غني په ځانګړي ډول د غور ولایت خلکو ته د ډګرجنرال محي الدین غوري د شهادت له امله تسلیت ووایه، وې ویل، د غور ولایت خلکو د وطن د خدمت په خاطر زیات قهرمانان وړاندې کړي دي، چې غوري یو له دغو قهرمانانو څخه و چې یاد به یې تل ژوندی ساتي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه به د قربانيانو کورنیو ته د رسیدګۍ په خاطر ګامونه پورته کړي او خپله به د هغوى د کورنیو وضعیت څېړي او هغوی ته به له رسیدګۍ څخه ډاډ ترلاسه کوي.

دهزیاته کړه، امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځانګړي ډول د هېواد د هوايي ځواکونو پيلوټانو په تېرو دوو کلونو کې ډېر بار په اوږو اخيستی او د خلکو د ښمنانو په نابودلو کې يې شپه او ورځ هڅه کړې ده چې دغه تحرک یې د ستاینې او قدر وړ دی.

د خبرپاڼې په حواله، په دغې ناسته کې د غوري مشر زوی خبرې وکړې او د ډګر جنرال غوري د جنازې لمانځه کې يې د جمهوررئیس او ورسره پلاوي له حضور څخه مننه وکړه.

هغه وویل، ویاړي چې پلار يې د خلکو منځ کې د ښه نوم لرونکي او صادق افسر په توګه یاديږي او تر وروستۍ سلګۍ د خلکو او وطن په خدمت کې و.

ده زياته کړه: "هیله لرم چې د پلار شهادت به مې د هغه د همسنګرانو مېړانه لا زیاته کړي او د هغه ارمان چې د استقلال ساتل او د دښمنانو نابودل دي پوره شي."

د وژل شوي عبدالواسع ورور هم په خپلو خبرو کې له ولسمشر او ورسره پلاوي څخه مننه وکړه چې د ده د ورور په جنازه کې يې برخه واخيسته.

هغه وویل، نن تاسې په خپل حضور زموږ درد او غم کم کړی دی او مننه چې د قربانيانو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه کوی.

ده زیاته کړه، ورور یې له وطن څخه په دفاع کې ژوند له لاسه ورکړ، دوی هم حاضر دي چې د هغه په لاره لاړ شي.

د جنازې له لمانځه مخکې ولسمشر، د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو او د جنوب لویدیځې حوزې یو شمېر ملکي او نظامي چارواکو د وژل شويو کسانو جنازو ته اوږې ورکړې او د جنازې د لمانځه تر ځایه یې ولېږدولې.

په دغه مراسمو کې د جنازې له لمانځه مخکې لومړی د هرات والي محمداصف رحیمي جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په خبرو کې يې د ډګر جنرال غوري قهرمانۍ او زړورتیاوې په نېکۍ یادې کړې.

هغه وویل، غوري د تروریستانو په ځپلو کې ډېرې هڅې وکړې او هغه یې د وطن صادقه بچی یاد کړ.

ورپسې غوري ته د ډګر جنرالۍ رتبې د ورکړې فرمان ولوستل شو. په فرمان کې راغلي، چې د افغانستان له دښمنانو سره مبارزه او له ځمکنۍ بشپړتیا څخه په دفاع کې د غوري صادقانه او ګټورو هڅو په درناوي هغه ته د ډګر جنرالۍ رتبه منظور شوې ده.

جمهوررئیس وویل، د کور جوړولو په سترو پروژو کې به لومړی د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شويو سرتېرو کورنیو ته پاملرنه وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ورپسې د افغانستان په لوېديځې حوزې کې د علماوو شورا رئیس مولوي خدایداد په امامت د ډګر جنرال محي الدین غوري او ډګرمن پیلوټ عبدالواسع د جنازې لمونځ د جمهوررئیس غني، د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو او د جنوب لویدیځې حوزې د یو شمېر ملکي او نظامي چارواکو او د ۲۰۷ظفر قول اردو د منسوبینو په حضور کې ادا شو او د هغوى پاک روح ته دعا وشوه.

د جنازې د لمانځه د ختم مراسمو وروسته جمهوررئیس د غوري او پيلوټ عبدالواسع کورنیو سره جلا جلا وکتل او د هغوی غوښتنې يې واورېدې.

د غوري زوی ډاکټر امېد په دغه کتنه کې یو ځل بیا د جمهوررئیس له غمشریکۍ او همدردۍ څخه مننه وکړه، وې ویل: موږ هیڅ توقع نه لرو، ځکه پلار مې خلکو کې ښه نوم درلود، له هغه څخه هیڅ بلند منزل پاتې نه شو، هغه خپلو خلکو ته د صادقانه خدمت هیله درلوده، چې په همدغه لار کې بالاخره ژوند له لاسه ورکړ.

د پيلوټ عبدالواسع د کورنۍ ځینو غړو هم جمهوررئیس سره په کتنه کې له هغه او ورسره پلاوي څخه له دې امله  قدرداني وکړه چې د غمشریکۍ او د جنازې په مراسمو کې د ګډون په خاطر ورغلي دي.

ورپسې جمهوررئیس د ظفر قول اردو روغتون ته ورغی او د هیلکوپټر د سقوط په پېښه کې يې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ټپيانو لیدنه وکړه.

غني د خدای (ج) په دربار کې هغوی ته د روغتیا دعا وکړه او مسوولانو ته یې لارښوونه وکړه چې د درملنې په برخه کې يې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست