کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٥): ولسمشر محمداشرف غني وايي چې د کابل ښار د دارالامان تاريخي ودانۍ د لومړۍ برخې کار په ډېر کم لګښت بشپړ شوى او هغو کسانو ته به ستاينليکونه ورکړي چې د رغونې په کار کې يې فعاله ونډه اخیستې ده.
دارالامان ماڼۍ د کابل ښار د سوېل لوېديځ په شاوخوا اتيا کيلومترۍ کې موقعيت لري چې د ١٣٠٠ کال په لومړيو کې د غازي امان الله خان په دوره کې جوړه شوې ده.
دې ودانۍ شاوخوا ١٥٠ کوچنۍ او لويې خونې درلودې چې په لومړيو کې د سلطتني مرکز او وروسته ترې د دفاع وزارت د ودانۍ په توګه ګټه اخيستل کېده، خو د اويايمې لسيزې (١٣٧٠) د جریان په کورنیو جګړو کې ويجاړه شوه.
اوسمهال د دې ماڼۍ ښکلا له منځه تللې، دېوالونه يې نړېدلي او کوټې يې پر کنډوالو بدلې شوې دي.
د يادې تاريخي مانۍ د بيارغونې کار د روان کال په غبرګولي مياشت کې پيل شوى دى.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني نن په کابل ښار کې د دارالامان ماڼۍ د لومړي برخى بيارغونې کار د بشپړيدو او دويمې برخى د پيل په اړه د ښارى پراختيا شورا ناستې ته وويل، د شوو څېړنو له مخې د ماڼۍ د لومړى برخې کار د بشپړتيا لپاره چې پاک کاري او تخنيکي کارونه په کې شامل دي، څه باندې يو ميليون ډالرو ته اړتيا وه.
خو د نوموړي په خبره، د ښار جوړونې او مسکن وزارت د کارکوونکو د هڅو او کوښښونو په پايله کې دغه کار د دولت په ٣٠زره امريکايي ډالره بوديجه بشپړ شوى دى.
هغه زیاته کړه چې د یاد وزارت دغه کار د ستاینې وړ دی او ښار جوړونې له وزیره یې وغوښتل چې هغو کسانو ته چې په دې پروژه کې یې فعاله ونډه درلوده، په ځانګړو مراسمو کې ستاینلیکونه ورکړي.
د ښار جوړونې او مسکن وزير سيد سادات منصور نادري په دې ناسته کې وويل، د دې پروژې د لومړى برخى ټول کارونه چې پاک کاري، خوازه بندي او نور په کې وو، بشپړ شوي دي.
نوموړي وويل چې د ماڼۍ له منځه ٦٥٠زره ټنه وسپنې، مواد او نور ويجاړ شوي توکي را ټول شوي او ايستل شوي دي.
د هغه په خبره، په دې پړاو کې د سلو انجنيرانو لپاره يو دفتر جوړ شوى چې او تر څنګ يې د کابل پوهنتون انجنيري پوهنځي او کابل پولي تخنيک پوهنتون ٢٠٠ محصلينو ته د عملي زده کړې زمينه برابره شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن