کابل(پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٥): نن شپه د بلخ، کابل او هرات په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خلک د کال تر ټولو اوږده شپه يلدا يا چله په ځانګړو مراسمو نمانځي.
يلدا چې په ولسي ژبه ورته چله وايي، د مني وروستۍ ورځې(د ليندۍ ٣٠مه) له لمر پرېوتو څخه او د مرغومي لومړۍ نېټې(د ژمي لومړۍ ورځ) د لمر ختو ترمنځ وخت ته ويل کېږي چې له لرغونو زمانو د مرکزي او لوېديځې اسيا په سيمو په ځانګړي ډول افغانستان، تاجکستان او ايران کې نمانځل کېږي.
د بلخ ولايت شاعرعارف بسام چې په مزار شريف ښار کې ژوند کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يلدا د اريايانو په لرغوني تاريخ کې اوږده مخينه لري او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې نمانځل کېږي.
د هغه په خبره، دا شپه پخوا په بلخ ولايت کې په پرتمين ډول نمانځل کېده او اوس هم خلک ورته د يوه منلي کلتور په توګه درناوي کوي.
بسام زياته کړه:((په بلخ ولايت کې خلک په دې شپه نه يواځې چې خپل کور ته بېلابېلې مېوې لکه انار او هندواڼې، نورې وچې او تازه مېوې راوړي، بلکې د کال دغه اوږده شپه هم د شاهنامې او بېلابېلو داستانونو لکه ليلا او مجنون، هزار و يک شب او نورو په ويلو تېروي.))
هغه څرګنده کړه چې د هېواد د کلتوري ارزښتونو ساتنه، د خلکو لپاره د هيلې او ارامۍ د رامنځته کولو لار ده او هر څومره چې خلک خپل کلتور او تاريخي شتمنيو ته ډېره رجوع وکړي او ژوندي يې وساتي، په همدې اندازه د نورو ټولو پر وړاندې ډېر درناوى هم پيدا کوي.
د بسام په خبره، په تېرو کلونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست، د بېلابېلو ټولنو، فرهنګيانو او راډيو ټلويزيون په مرسته دغه شپه نمانځله او په ترڅ کې يې بلخي شاعران او فرهنګيان را ټولېدل او په دې مناسبت يې مشاعرې کولې.
د کابل ښار اوسېدونکې پنځوس کلنې امينې پژواک ته وويل چې نن بازار ته تللې، د چلې شپې ځانګړې ميوه يې اخيستې او د نن شپې لپاره يې انار او هنداوڼه تيار کړي دي.
هغې وويل چې د چلې په شپه يې ځينې نږدې خپلوان کورته ورځي، د مېوې خوړلو ترڅنګ خپل وخت په شعر، داستانونو او د تېرو وختونو په خاطرو تېروي.
د امنې په خبره، هر ملت چې د خپل کلتور او تاريخ زړو ارزښتونو ته په کمه سترګه وګوري، برياليتوب ته نه رسېږي.
په کابل کې مدني فعاله پروين صوفي چې په خپل موټر سايکل د چلې ځانګړې شپې د مېوې او شيريني د پېرلو لپاره د مکروريان بازار ته راغلې وه، وويل:((د چلې شپه اوسمهال په افغانستان کې په پيکه ډول نمانځل کېږي، ځکه چې درد، غم، بېوزلي او تنګ لاسي سره يو ځاى شوي او په افغانستان کې يې د هر اړخيزه نمانځنو مخه نيولې ده.))
مېرمن صوفي زياته کړه چې په دې شپه د شپې رڼول او شعر ويل د افغانانو له لرغونو دودونو ګڼل کېږي او هيله لري چې د جګړې په پاى ته رسېدو سره، د خلکو هر پوړ وکولى شي چې دا شپه په خوښۍ او سرور سره ونمانځي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP