کابل (پژواک، ٢ مرغومى ٩٥): د ملي امنيت عمومي رياست وايي، د چاودېدونکو توکو يو داسې ځاى يې کشف کړى چې په کابل کې د چاودنو او ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو لپاره په کې مقناطيسي ماينونه او چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.
د ملي امنيت عمومي رياست له لوري نن (د مرغومي ٢مه) پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ځاى د کابل ښار اوومې ناحيې په ساحه کې د ملي امنيت موظفينو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې کشف شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پټنځي کې د ځانمرګو بريدونو درې واسکټونه چې بريد ته چمتو شوي وو، د ملي امنيت رياست د تخنيکي ډلې له لوري شنډ شوي دي.
په اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې په يوه لاسي بکس کې تيار شوي شپږ چسپکي ماينونه، ١٥ بستې چاودېدونکي توکي، دوه ريموټ کنټرول او اته تختونه يې، ١٩ برېښنايي کپسولونه، د چاودنې لپاره د مبايل کارېدونکي سېټونه او يوه اندازه مرمۍ ترلاسه شوې دي.
سرچينې زياته کړې: ((ترهګرو غوښتل چې ياد توکي په کابل ښار کې په ځانمرګو بريدونو او چاودنو کې وکاروي چې له نېکه مرغه د ترهګرو د پټنځاى له کشف سره د څو خونړيو پېښو مخنيوى وشو.))
خبرپاڼې د توکو په تړاو د نيول شوو کسانو د ځاى او هويت په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن