منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ پوهنتون له پښتو ادبیاتو ۵۰ کسان فارغ شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۴ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۷ مرغومی ۹۵): د بلخ فرهنګيان وايي چې د دغه ولايت د پوهنتون له پښتو ادبياتو څخه فارغ شوي محصلين په تېرو څو لسيزو کې د دې ژبې ادبياتو ته اوښتي زيانونه جبرانولی شي.

سږ کال د بلخ پوهنتون د پښتو ادبياتو له څانګې ۵۰ فارغ شوو محصلينو د خپل فراغت په وياړ جشن جوړ کړى و.

دې غونډې د محصلينو د فراغت له نورو غونډو سره خورا توپير درلود، د محصلينو له خوا د جامو نندارې وړاندې کول، له سيمه ييزو فرهنګيانو سره د پښتو ژبې په تړاو ګردي مېزونه او سندريز چاپېريال د دې غونډې له ځانګړتياوو څخه وو.

د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد ضمير څار پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه پوهنتون کې د پښتو ادبياتو تدريس په تېره لسيزه کې پيل شوی.

نوموړي زياته کړه، له دې وړاندې په بلخ ولايت کې د پښتو ژبې لپاره نه په پوهنتونو او نه هم په ښوونځيو کې د مورنۍ ژبې په توګه د تدريس اسانتيا برابره وه.

هغه وايي چې سږ کال يې ۵۰ محصلين د پښتو ژبې د ادبياتو په برخه کې فارغ کړل.

استاد څار وويل چې په فارغ شوو محصلينو کې يوازې پښتانه نه، بلکې د نورو ژبو ويونکو هم پښتو ادبيات ولوستل.

۳۶ رحمت الله قريشي دري ژبی دی خو سږ کال د بلخ پوهنتون له پښتو ادبیاتو فارغ  شو.

نوموړي پژواک ته وويل چې د پښتو ژبې زده کړه ورته اړتيا برېښېده له همدې امله يې زړه وکړ چې بايد پښتو په سمه توګه زده کړي.

هغه وايي، چې اوس د پښتو ژبې په ليکلو او ويلو کې هېڅ ستونزه نه لري.

د بلخ ادبي خوځښت غړي او ليکوال بريالي جلالزي پژواک ته وويل، چې په بلخ کې له تېرې يوې لسيزې په ازاده توګه پښتانه فرهنګيان د پښتو ژبې د ودې لپاره کارونه کوي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې پښتو عامه کتابتون شته، په پښتو ژبه خپرونې شته، په پښتو ژبه غږيزې رسنۍ فعاليت کوي او هره اونۍ پښتانه ليکوالان ناستې ترسره کوي.

هغه وايي چې د پوهنتون په کچه د پښتو ادبياتو په برخه کې د لوړو زده کړو اسانتيا برابرېدل به په دې سيمه کې روان فرهنګي خوځښت نور هم پياوړی کړي.

بريالی وايي، دوی اړتيا ليده چې بايد پښتو ژبه د علمي کېدو او معياري کېدو پر لور ګامونه واخلي چې دغه چاره له پښتو ادبياتو څخه فارغ شوي زده کوونکي په ښه توګه کولی شي.

خو د پښتو ژبې ليکوال او شاعر جاوېد واک بيا وايي چې په شمال زون کې د پښتو ژبې د ودې او پراختيا په برخه کې تر ټولو ستره تشه په ښوونځيو کې په مورنۍ ژبه د زده کړو نشتوالی دی.

نوموړي زياته کړه،چې دلته لا هم په ډېرو سيمو کې پښتانه ماشومان په ښوونځيو کې په مورنۍ ژبه د زده کړو له حق څخه برخمن نه دي.

هغه له دولت او په ځانګړې توګه پوهنې وزارت څخه د يادې ستونزې د حل په موخه په پرله پسې توګه د جدي هڅو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د اساسي قانون د ٤٣مې مادې له مخې زده كړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دى چې تر ثانوي دورې زده کړې وړيا د دولت له خوا تاْمينېږي. دولت مكلف دى چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده كړو د تاْمين لپاره اغېزمن پروګرام وضع او تطبيق كړي او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو كې چې پرې خبرې كېږي، لاره هواره كړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور