مزارشريف (پژواک، ۸ مرغومی ۹۵): د بلخ ولايت سينمايي لوبغاړي د خپلو هنري طرحو د عملي کېدو او توليد لپاره له دولته د جدي پاملرنې او ملاتړ غوښتنه وکړه.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۸مه لسګونو سينمايي لوبغاړو د سينمايي هنر نړيواله ورځ ونمانځله.
سينمايي لوبغاړي شفيق سروري د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت د نه پاملرنې له امله يې موده وشوه چې له سينمايي هنر سره يې فاصله پيدا شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې دوی د نندارو وړاندې کېدو او فلمونو جوړېدو لپاره خورا ښې طرحې لري؛ خو د عملي کېدو لپاره يې امکانات نشته.
هغه وويل: ((دولت ګرم دی چې له موږ سره مرسته نه کوي، د سينما هنر په نوره نړۍ کې د عوايد په برخه کې له دولت سره ډېره همکاري کوي؛ خو زموږ دولت دې برخې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.))
د ماه تلاش په نوم د بلخ ښځينه سينمايي لوبغاړې پژواک ته وويل چې د کورنۍ ډېر غړي يې د سينما هنر پالي.
نوموړې بيا ټولنيزې ستونزې د خپلې کورنۍ او سينمايي هنر پالنې پر وړاندې خنډ وبللې.
هغه وايي چې ډېر وخت په لارو کوڅو او عامه ځايونو کې یې د ځوانانو لوڼې په دې تور ځورول کېږي چې فلمونو کې کار کوي.
په بلخ کې د افغان فلم مسوول صادق سرورزاده دولت له سينمايي چارو سره پر نه همکارۍ تورن کړ.
هغه له ملي سوداګرو هم شکايت درلود چې د سينمايي چارو په برخه کې پانګونه نه کوي.
نوموړي په بلخ کې د سينمايي چارو د ترسره کولو پر وړاندې د شته ستونزو په تړاو وويل چې د خپلو جوړو شوو فلمونو لپاره يو تالار هم نه لري.
د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ مسوولينو د سينمايي هنر لپاره کار کول ضروري وګڼل؛ خو په دې برخه کې يې د بوديچې نشتوالي جدي ستونزه وګڼله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن