منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

امنيتي مسوولين: د هلمند-کندهار لويه لار موږ خلاصه کړې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۰ کتنې

لښکرګاه (پژواک،۱۳مرغومی۹۵): په هلمند کې د ميوند قول اردو قوماندان وايي، د هلمند-کندهار لويه لار طالبانو نه، بلکې دوى د عملياتو په ترڅ کې خلاصه کړې ده.

خو وسله وال طالبان بيا وايي، دغه لاره طالبانو د يوې مودې لپاره د ملکي خلکو د اړتياو د پوره کېدو په موخه خلاصه کړې ده.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي د مرغومي په ١٣مه د خبري غونډې پرمهال وويل، د هلمند-کندهار لويه لاره طالبانو په خپله خوښه د ترافيکو پرمخ نه ده خلاصه کړې.

د ده په وينا، دغه لاره د امنيتي ځواکونو د پرله پسې عملياتو په ترڅ کې خلاصه شوې ده.

هغه وايي: ((موږ هیڅکله د وسله والو طالبانو ضرب الاجل نه منو، دغه لاره به  هیڅکله هم بنده نه شي او نه هم طالبانو په خپله خوښه خلاصه کړې ده، دا لاره د عملیاتو په ترڅ کې د امنیتی ځواکونو له خوا خلاصه شوې ده.))

وسله وال طالبان هم د هلمند-کندهار لويې لارې خلاصېدل تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل، دغه لاره طالبانو په خپله خوښه د شلو ورځو لپاره يواځې د ملکي خلکو پرمخ خلاصه کړې ده.

د نوموړي په خبره، له تېرې يوې اونۍ راهيسې طالبانو دغه لار د افغان ځواکونو د اکمالاتو د مخنيوي په موخه تړلې وه.

دى وايي: ((دغه لاره د خلکو د غوښتنو پر اساس خلاصه شوه، ترڅو ملکي خلک په دې موده کې خپلې اړتياوې پوره کړي.))

احمدي زياتوي، له دې مودې وروسته به د هلمند-کندهار لويه لاره د تل لپاره وتړل شي او هېچا ته به بيا د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

په وروستيو درېيو مياشتو کې په هلمند کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ پرله پسې جګړې وشوې.

په دې جګړو کې وسله والو طالبانو د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ څو ولسوالۍ هم ونيولې.

هلمند ١٣ ولسوالۍ لري چې شپږ يې له وسله والو طالبانو سره دي او د ځينو يې يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه