کابل(پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٥): د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې د کابل په وروستۍ پېښه کې د ولسي جرګې دوه کارکوونکي چې يو يې خبريال دى وژل شوي او دوه نور کارکوونکي يې ټپيان شوي دي.
د بيان ازادۍ دغه مدافع بنسټ د ولسي جرګې د کلتور سلاکار او د راډيو تلوېزيون سرپرست حليم تنوير له قوله ويلي چې په دې پېښه کې د دې رسنۍ خبريال نورالله او يوه مستخدمه فريده وژل شوي دي.
د هغه په خبره، ٢٣ کلن نورالله د پنجشير و چې لا يې واده نه و کړى او له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د دې تلوېزيون د رسمي خبريال په توګه ګومارل شوى و.
تنوير زياته کړه چې په دې بريد کې همدارنګه ددې رسنۍ دوه کارکوونکي ژوبل شوي دي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې دا پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.
د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د کابل وروستۍ پېښه کې نږدې ٣٨ کسان وژل شوي او شاوخوا ٨٦ نور ټپيان شوي دي.
دغه بنسټ له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د دې ډول جناياتو د عاملينو د قانوني تعقيب او مجازتو په برخه کې جدي اقدام وکړي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز په ورته وخت کې په هېواد کې د امنيتي ګواښو د ډېرېدو، د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګندوي او له ټولو همکارانو غواړي چې د کار په جريان کې نا امنو سيمو ته د تګ پرمهال خپل خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
په دې بنسټ کې ثبت شوې شمېرې څرګندوي چې د ١٣٩٥ کال په ترڅ کې شپږ خبريالان او د هېواد د رسنيو د بېلابېلو برخو کارکوونکي وژل شوي دي.
په وروستيو ١٥ کلونو کې په هېواد کې ٦٧ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي چې نږدې ٩٠ سلنه عاملين يې له مجازاتو معاف شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن