کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٥): د کرکـټ د نړيوالې شورا چارواکو د افغانستان کرکټ بورډ ته په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو ډاډ ورکړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرکـټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل او اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د کرکـټ د نړيوالې شورا له مسوولينو سره وليدل.
د نوموړي په وينا، په دې غونډه کې چې د کرکټ د نړيوال شورا مرکزي دفتر کې ترسره شوې وه، د نړيوالې شورا اجراييوي رييس، د پرمختيايي چارو، لوړو مهارتونو، عملياتي او مالي څانګو مسوولينو برخه اخيستې وه.
نوموړى وايي چې د کرکټ نړېوالې شورا مشرتابه د کرکټ بورډ نوي عمومي رييس ته د افغان لوبډلې د وروستيو برياو مبارکي وويله او د کرکټ بورډ رهبرۍ ته يې د همکاريو ډاډ ورکړ .
د کرکټ د نړيوالې شورا اجراييوي رييس ډېوېډ وويل چې د افغانستان لوبډله ښه پرمخ روانه ده ، ښې لاسته راوړنې لري او بايد تداوم په پام کې ونيول شي.
هوتک ووويل چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل خپل نوي پروګرامونه او پلانونه د کرکټ د نړيوالې شورا له مشرانو سره شريک کړل چی د کرکټ نړيوالې شورا غړو له لوري يې هرکلی وشو.
مشعل د کرکټ د نړيوالې شورا له همکاريو مننه وکړه او هغوی ته يې د افغانستان کرکټ بورډ د خپلواکۍ ډاډ ورکړ .
نوموړي دغه راز په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګونو او بېلابېلو برخو ترڅنګ د زېربناوو په اړه هم له هغوى سره خپل معلومات شريک کړل او د لازياتو همکاريو غوښتنه يې وکړه .
د کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل د کرکټ له نړيوالې شورا څخه د بشپړ غړيتوب، د فرسټ کلاس غړيتوب، په پرمختيايي ، د کارکوونکو روزلو او له نړيوالو لوبډلو سره د لوبو د برابرولو په برخو کې د همکاريو غوښتنه وکړه.
د کرکټ د نړيوالې شورا مسوولينو د افغانستان کرکټ بورډ د نوي عمومي رييس ته د لازمو همکاريو ډاډ ورکړ .
د افغانستان کرکټ بورډ وياند وايي چې اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي له لوري د وروستيو لاسته راوړنو، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو په اړه د کرکټ نړيوالې شورا مسوولينو ته هر اړخيز پرېزنټيشن او معلومات وړاندې شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن