مزارشريف (پژواک، ۱۱ سلواغه، ۹۵) : د بلخ ولايت مرکز مزارشريف د ښاروالۍ مسوولين وايي چې په دغه ښار کې له جوړو شوو ٥٦ ښارګوټو څخه ۲۰ يې په ناقانونه توګه جوړ شوي دي.
د ښاروالۍ لخوا په غير قانوني بلل شوو ښارګوټو کې خلکو د کورونو جوړېدو لپاره ځمکې اخيستې او ان په ځينو کې يې کورونه هم اباد شوي دي.
د مزارشريف ښاروال نصير عيني پژواک خبري اژانس ته په دغه ښار کې د جوړو شوو ښارګوټو په اړه وويل چې ډېری ښارګوټي د خپلمنځي جګړو پر مهال جوړ شوي دي.
نوموړي زياته کړه، په مزارشريف ښار کې ټول ۵۶ ښارګوټي جوړ شوي چې ۲۰ يې په غير قانوني توګه جوړ دي.
د هغه په وينا، ټول غير قانوني جوړ شوي ښارګوټي د ښارجوړونې وزارت جواز له ځانه سره نه لري او په خپل سر جوړ شوي دي.
د ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار داوود حيدري پژواک ته وويل، ډېر هغه خلک چې له رهبري مقاماتو سره د پېژندنې او واسطې امکانات لري، په مزارشريف ښار کې يې د ښارګوټي جوړېدو هڅه کړې ده.
نوموړي زياته کړه، دغه خلک په دې پوهېږي چې که په نېغه توګه ښاروالۍ ته راشي نو د ښارګوټي جوړېدو اجازه نه ورکول کېږي.
په مزارشريف ښار کې د همدرد په نامه ښارګوټی د ښاروالۍ لخوا پژواک ته غيرقانوني جوړ شوی ښارګوټی معرفي شو.
د همدرد ښارګوتي د چارو مسوول نورالله همدرد پژواک ته وويل چې دوی د خپل ښارګوټي د جوړېدو ټول اسناد له ځانه سره لري.
نوموړي زياته کړه چې په خپل سر يې چارې نه دي پيل کړي، بلکې د ښارجوړونې وزارت امر ورسره شته.
د ښاروالۍ لخوا غيرقانوني بلل شوو ځينو ښارګوټو کې خلکو کورونه جوړ کړي او ژوند په کې کوي، خو د غيرقانوني توب له امله يې اندېښنه لري.
د مزارشريف ښار د اماني کارتې ښارګوټي اوسېدونکي همايون پژواک ته وويل چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په دغه ښارګوټي کې ژوند کوي او د دوی په څېر نور ډېر خلک هم په کې اوسېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن