مزارشريف (پژواک، ۱۱ سلواغه، ۹۵) : د بلخ ولايت مرکز مزارشريف د ښاروالۍ مسوولين وايي چې په دغه ښار کې له جوړو شوو ٥٦ ښارګوټو څخه ۲۰ يې په ناقانونه توګه جوړ شوي دي.
د ښاروالۍ لخوا په غير قانوني بلل شوو ښارګوټو کې خلکو د کورونو جوړېدو لپاره ځمکې اخيستې او ان په ځينو کې يې کورونه هم اباد شوي دي.
د مزارشريف ښاروال نصير عيني پژواک خبري اژانس ته په دغه ښار کې د جوړو شوو ښارګوټو په اړه وويل چې ډېری ښارګوټي د خپلمنځي جګړو پر مهال جوړ شوي دي.
نوموړي زياته کړه، په مزارشريف ښار کې ټول ۵۶ ښارګوټي جوړ شوي چې ۲۰ يې په غير قانوني توګه جوړ دي.
د هغه په وينا، ټول غير قانوني جوړ شوي ښارګوټي د ښارجوړونې وزارت جواز له ځانه سره نه لري او په خپل سر جوړ شوي دي.
د ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار داوود حيدري پژواک ته وويل، ډېر هغه خلک چې له رهبري مقاماتو سره د پېژندنې او واسطې امکانات لري، په مزارشريف ښار کې يې د ښارګوټي جوړېدو هڅه کړې ده.
نوموړي زياته کړه، دغه خلک په دې پوهېږي چې که په نېغه توګه ښاروالۍ ته راشي نو د ښارګوټي جوړېدو اجازه نه ورکول کېږي.
په مزارشريف ښار کې د همدرد په نامه ښارګوټی د ښاروالۍ لخوا پژواک ته غيرقانوني جوړ شوی ښارګوټی معرفي شو.
د همدرد ښارګوتي د چارو مسوول نورالله همدرد پژواک ته وويل چې دوی د خپل ښارګوټي د جوړېدو ټول اسناد له ځانه سره لري.
نوموړي زياته کړه چې په خپل سر يې چارې نه دي پيل کړي، بلکې د ښارجوړونې وزارت امر ورسره شته.
د ښاروالۍ لخوا غيرقانوني بلل شوو ځينو ښارګوټو کې خلکو کورونه جوړ کړي او ژوند په کې کوي، خو د غيرقانوني توب له امله يې اندېښنه لري.
د مزارشريف ښار د اماني کارتې ښارګوټي اوسېدونکي همايون پژواک ته وويل چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په دغه ښارګوټي کې ژوند کوي او د دوی په څېر نور ډېر خلک هم په کې اوسېږي.
نوموړي زياته کړه چې دغه ښارګوټی ورته قانوني ورپېژندل شوى و او دوی د پيسو په بدل کې ځمکه اخيستې او کور يې پرې اباد کړی دی.
هغه وايي، که چېرې ښاروالي د ياد ښارګوتي د غيرقانوني توب خبره کوي نو د عامو خلکو ژوند ته دې ګواښ نه جوړوي.
همايون وايي چې ښاروالي بايد د ښارګوټو له مسوولينو او څښتنانو سره د قانون خبره وکړي او حساب پاک کړي.
د مزارشريف ښاروال نصير عيني هم د عامو خلکو ستونزه د ځان لپاره جدي بولي.
نوموړي وويل، دوی چې کله هم د غيرقانوني ښارګوټي د لغوه کېدو مسئله راپورته کړي، نو په نېغه توګه له هغه خلکو سره مخ کېږي چې په دغه ښارګوټي کې يې د پيسو په بدل کې ځمکې اخيستې دي.
د هغه په وينا، دا يې مسووليت دی چې د ښارګوټو اصلي څښتنان پيدا کړي او د ښارګوټي د قانوني کېدو په تړاو د ټولو چارو د عملي کېدو لپاره پرې فشار راوړي.
ښاروال وويل، که څوک سرغړونه وکړي نو عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې ور وپېژني.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










