کابل(پژواک، ۱۳کب ۹۵): ايران په سوريه کې د وژل شوو هغو دوه افغان قوماندانانو په ياد د کب په ١١مه غونډه جوړه کړه چې د فاطميون په نامه د يوه نظامي لښکر بنسټ ايښودنکي هم وو.
فاطيمون چې ٢٠زره داوطلب کسان لري او زياتره يې شعيه مذهبي افغانان دي له څلورو کلونو راهيسې د ايران حکومت او اسد رژيم په پلوۍ په سوريه کې د نورو ډلو پرضد جګړه کوي .
دغه مراسم چې د ايران په مشهد ښار کې جوړ شوي و، د ايران د سپاه قدس مرستيال جنرال اسماعیل قااني په سوريه کې ددغو ده مشهورو او نورو افغانانو قربانۍ وستايلې .
قااني د ايران دولتي اژانس "مهر" ته ويلي ((فاطيمون موثر ترين دفاعي سرتېري دي، چې نه يوازې په سوريه کې جنګيږي، بلکې د نړۍ هر ګوټ ته د تلو لپاره چمتو دي .))
د فاطيمون د لښکر مرستيال حجت ګنابادينژاد په دې مراسمو کې وويل، نن دا هرڅه چې لرو د فاطيمون د دغو دوه بنسټ ايښودونکو افغانان هر يو علیرضا توسلي او رضا بخشي له برکته دي چې په سوريه کې يې له نورو افغانانو سره ځانونه قربان کړي .
ده وويل چې فاطيمون څلور کاله مخکې رامنځته او ويې کولى شواى چې په سوريه کې د جنګېدو جواز ترلاسه کړي .
نوموړى وايي چې عليرضا توسلي په ابوحامد مشهور افغان د ايران او عراق ترمنځ جګړه کې د عراق پرضد هم جنګېدلى و.
login or register a new account.