ژبه

د يوه خصوصي شرکت د ١،٣ ميليارد ډالرو پانګونې طرحه وڅېړل شوه

کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٥): د اقتصاد عالي شورا د يوه کورني شرکت هغه طرحه، چې چمتو ده په هېواد کې يو ميليارد او ٣٠٠ ميليونه ډالره پانګونه وکړي، وڅېړله.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا، نن د ګلبهار شرکت له خوا د ۱،۳میلیارد ډالرو په پانګونې، د ښځو سوداګرۍ او صنایعې خونې په ایجاد او د ریفورماتیکس په راپور بحث او خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، په غونډه کې لومړی د ګلبهار شرکت استازي د "مارشال طرحه" وړاندې کړه، چې له مخې به یې دغه شرکت د استوګنیز کمپلکسونو په جوړولو، د سمنټو تولید، کاشي او سرامیک جوړولو، د درملو، سګرټو، کاغذ او د اوړو تولید په برخه کې ۱،۳میلیارد ډالره پانګونه کوي.

د ګلبهار شرکت د استازي په وینا، له دغې پانګونې سره چې حد اکثر پنځه کاله وخت به نیسي، ۱۰زره کسانو ته مستقيم او ۲۵زره کسانو ته به په غیر مستقیمه توګه کار پیدا شي.

ده زياته کړه، د دغې طرحې په عملي کېدو سره به د تولید او سوداګرۍ په برخه کې په ځان بسیاینه ډېره او د مالیې له لارې به یې د دولت عواید زیات او له ګاونډیو هېوادونو څخه به واردات کم او د هېواد اقتصادي وده به ورسره چټکه شي.

د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د دغې سترې پانګونې هرکلی وکړ، وې ویل، د ملي وحدت حکومت په یادو مواردو کې پانګونې ته لومړیتوب ورکوي او ډاډ یې ورکړ چې په ټول قوت به دغې پانګونې ته زمینه برابروي.

هغه زیاته کړه، د سګرټو تولید باید له دغه پېکیج څخه وویستل شي او په هغو تولیداتو دې ټینګار وشي، چې خلک ورته ډېره اړتیا لري او په سګرټو دې جلا بحث وشي.

د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد وویل، له دغې پانګونې سره به زیاتې کاري موقع پیدا شي او وړاندیز یې وکړ چې په دغه پیکیج کې د شاملو پروژو د هر فاز د تطبیق لپاره دې څارنیز کمېسیون جوړ شي چې هره برخه په دقیقه توګه وڅارل شي.

د افغانستان مرکزي بانک رئیس خلیل صدیق، دغه پانګونه وستایله، وې ویل، د ګلبهار شرکت د کابل بانک پوروړی دی، لومړی باید دغه حسابونه تصفیه او بیا دې دغه پانګونه وکړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار محمدحنیف اتمر، د دغې پانګونې د امنیت په برخه کې ډاډ ورکړ، وې ویل، چې دوی تیار دي چې د نورو اقتصادې او تولیدي پروژو په څېر د دغې پانګونې ملاتړ او ساتنه وکړې.

ولسمشر غني د دغې پانګونې د ستایلو او هرکلي تر څنګ دا پانګونه د کابل بانک د پورونو او حسابونو د تصیفې په شرط تايید کړه او لارښوونه یې وکړه، چې د جمهور رئیس د اقتصادي سلاکار اجمل احمدي په مشرۍ دې یو بین‌الوزارتي کمېسیون جوړ شي، چې د هرې پروژې د تطبیق لپاره ضرب‌الاجل وټاکي.

ده زیاته کړه، د سمنټو د تولید په برخه کې باید خودکفايي ته ورسېږو او د ګلبهار شرکت استازي ته یې په خطاب کې وویل، د جبل سراج د سمنټو فابریکه یې د پانګونې اړتیا نه شي پوره کولای، دوی دې په درېیم غوري پانګونه وکړي.

ولسمشر د ګلبهار شرکت دا غوښتنه چې د اوړو د تولید  لپاره یې کابل سیلو غوښتې وه، وویل، د اوړو د تولیدي تاسیساتو جوړولو لپاره د باریکاب اقتصادي پرمختیايي پارک غوره ځای دی.

همدارنګه ولسمشر هم له دغه پیکیج څخه د سګرټو د تولید په جلاوالي ټینګار وکړ.

خو د ګلبهار شرکت استازي وویل، دوی د کابل بانک مقروض نه دي او تیار دي چې په محکمه کې خپل اسناد وړاندې کړي.

اشرف غني، مالیې وزیر ته لارښوونه وکړه چې له ګلبهار شرکت سره یو ځای د سترې محکمې له لارې د یاد شرکت مقروضیت تعقیب کړي.

له اجنډا سره سم، منيژې وافق غونډې ته "د افغانستان د پرمختیا لپاره د متشبثینو مشرتابه اتحادیې (lead)" نوم د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو په خونې د بدلولو پیشنهادي طرحه وړاندې کړه.

هغې وویل، د دغې طرحې موخه په ملي او بین‌المللي کچه د افغان متشبثو ښځو پېژندل او په پایداره اقتصادي پرمختیا کې د سوداګرو ښځو ونډه زیاتول دي.

د دې په وينا، د ښځو لپاره د جلا سوداګرۍ او صنایعو خونې له جوړېدو سره به په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې د ښځو سم استازیتوب وشي او د اقتصادي او تجارتي قوانینو او پالیسو په جوړولو کې به د ښځو نظریات شامل شي.

وافق په دې برخه کې له دولت څخه وغوښتل چې لومړی دې په اصولو کې د دغې خونې ایجاد ومني، بیا دې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته په مرکز او ولایتونو کې ځمکه ورکول شي، په مالي ملاتړ سربېره دې ورته د اقتصاد عالی شورا کې هم غړیتوب ورکول شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان‌جان الکوزي د صنعت په برخه کې د متشبثو ښځو ونډه وستایله، وې ویل، زموږ هڅه به دا وي چې ښځې سوداګرۍ ته وهڅوو او که د سوداګرۍ خونې په قانون کې د ښځو لپاره د جلا خونې جوړولو ممانعت نه وي موجود، دوی به ورسره همکاري وکړي.

ورپسې د صنعت‌کارانو د اتحاديې رئیس شېرباز کمین‌زاده وویل، د سودګرۍ او صنایعو خونې څخه باید د صنایعو برخه جلا شي.

د هغه په خبره دا مهال سوداګر صنعت ته زیاته پاملرنه نه کوي، که چېرې د صنایعو برخه ورنه جلا شي، صنعت کارانو ته به اسانتیاوې زیاتې شي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد یاده طرحه وستایله او دا یې د ښځو د ځواکمنولو په برخه کې ګټور اقدام وباله، وې ویل، زموږ هدف د ښځو ځواکمنول دي چې د دغې طرحې په پلي کېدو سره دغې موخې ته نږدې کېږو.

محمداشرف غني د ښځو د سوداګرۍ خونې له ایجاد څخه د ملاتړ تر څنګ وویل، د دې لپاره چې دا بنسټ په انجو بدل نه شي، مناسبه لار داده چې لومړي پړاو کې د ښځو سوداګرۍ خونې ته د فعالیت درې کلنه اجازه ورکول شي او فعالیتونه یې هر کال وارزول شي.

ده زیاته کړه: "کابل او ولایتونو کې به د کوپراتیفونو اړوند جایدادونه تاسې ته په مناسبه بیه په کرایه درکول شي او د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په جوړېدو باید هیڅ ښځه مجبوره نه شي چې د سوداګرۍ په پخوانۍ خونه کې غړیتوب له لاسه ورکړي."

نوموړي ډاډ ورکړ چې د اقتصاد عالي شورا کې به هم غړیتوب ورکول شي.

له اجنډا سره سم د غونډې په بله برخه کې د اقتصاد او سوداګرۍ وزارتونو د کسب او کار چاپېریال د شاخصونو تخنیکي (ریفورماتیکس) کمېټې د کاري پرمختګ راپور وړاندې کړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ریفورماتیکس بهیر موخه دا ده، که یو پانګوال غواړي په رسمي توګه یو شرکت جوړ کړي یا هم رسمي، کسب او کار، سوداګري یا هم خدماتي یا صنعتي کار پیلوي، د ریفورماتیکس شاخصونه پرې تطبیقېږي.

جمهور رئیس د دغه راپور له اورېدو وروسته د دغه راپور نیمګړتیاوو ته په اشارې، د چارو ادارې عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې د ولسمشر حکم چمتو او ټولو اړوندو ادارو ته دې واستوي چې د دغه راپور په بشپړولو کې ورسره مرسته وکړي.

ورته موضوع