ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد په يوه خصوصي ښوونځي کې د وسلو زېرمه موندل شوې

author avatar
15 Mar 2017 - 16:53
author avatar
15 Mar 2017 - 16:53

جلال اباد (پژواک، ٢٥ کب ٩٥): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې په ننګرهار ولايت کې يې له يوه ښوونځي څخه د وسله والو مخالفينو اړوند وسلې او مهات ترلاسه کړي دي.

د ياد رياست له خوا د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي موظفينو يې د يو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د دويمې ناحيې په يوه ښوونځي کې د وسله والو مخالفينو اړوند وسلې او مهمات ترلاسه کړي.

سرچينې زياته کړې ده چې په ترلاسه شوو وسلو او مهماتو کې اوه راکټونه، څلور دهشکې، دوه کلاشينکوفونه،  څوارلس مخابرې، څلور لرې واټن غږ رسوونکې مخابرې، ١١٠زره امريکايي ډالر،  او زرګونه مرمۍ شاملې دي.

ملي منيت وايي چې دغه راز له ياد ښوونځي څخه د فلم اخیستو درې کامرې او ګڼ نور نظامي توکي چې غوښتل یې له یادو توکو په ګټې اخیستنې د یاد ولایت په يوه له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه کې د ورانکارۍ بريدونه ترسره کړي؛ ترلاسه کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له يادې زېرمې سره په تړاو دوه کسان نيول شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د پوهنې رياست وياند اصف شينوارى وايي چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د جلال اباد ښار پر  افغان نړيوال خصوصي ښوونځي امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړي وو.

هغه زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو او د ښوونځي د ساتونکو تر منځ نښته هم شوې وه چې له امله يې د ښوونځى يو ساتونکى وژل شوى و.

د ننګرهار ولايت د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې منشي قاري فقير سيد هاشمي هم پژواک اژانس ته ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې د ياد ښوونځي مالک پخوا امنيتي شرکت درلود.

هغه زياته کړه چې هغه اوس د افغان نړيوال ښوونځي په ودانۍ کې خپل شخصي دفتر هم درلود او کېداى شي د پخواني امنيتي شرکت وسلې يې دلته ساتلي وي.

نوموړي وويل چې په ښوونځيو کې وسلې ساتل له قانون څخه سرغړونه ده او زياته يې کړه چې دوى د ننګرهار له چارواکو څو ځلې غوښتي چې د ښوونځيو د امنيت ساتلو لپاره ورسره همکاري وکړي.

د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ موظفينو په دويم کوهستان ولسوالۍ کې د پوهنې رياست د يوه کارکوونکي  له کور څخه دوه شارتي مرمۍ او يوه ريموټ کنټرول ماين ترلاسه کړي دي.

د امنيه قوماندانۍ سرچينې وايي، چې د پوهنې د رياست ياد کارکوونکى هم په دې تړاو نيول شوى او تر پلټنو لاندې دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.