کندهار ، مهترلام (پژواک، ٢٨ کب ٩٥) : په کندهار او لغمان ولايتونو کې د امنيتي پېښو پر مهال پنځو پوليسو او پنځو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د کب په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر شپږ بجې د کندهار ښار د دويمې مې امنيتي حوزې اړوند له زينب لېسې سره د پوليسو پر ګزمې بريد وشو.
هغه زياته کړه چې د موټر سايکل سپرو وسله والو په دې بريد کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
دى وايي، چې ټپيان د کندهار ښار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي چې روغتيايي حالت يې ښه دی. بريد کوونکي تښتېدلي خو د نيولو هڅې يې پيل شوې دي.
د يو بل خبر له مخې په لغمان ولايت کې د افغان ګډو امنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې دا پېښه د مرکز مهترلام اړونده په عمرزيو کلي کې نن رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، دغه کسان په ياده سيمه کې د وسله والو ځايي ګروپونو پورې تړلي وسله وال و ، چې په ډېری تروريستي فعاليتونو او ورانکاريو کې يې لاس درلود.
دى وايي چې په دې پېښه کې دوه پوليس هم ټپيان شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسله والو مخالفينو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP