منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۰ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د قېمتي ډبرو او نشه يي توکي قاچاق کوونکي موټر به له هوا وويشتل شي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۵ کتنې

لښکرګاه (پژواک،١٢ورى٩٦): د هلمند والي وايي چې ټول هغه موټر به له هوا څخه و ويشتل شي چې پاکستان ته قيمتي ډبرې او نشه يي توکي قاچاق کوي.

د هلمند والي حيات الله حيات دغه څرګندونې د وري په ١٢مه د هلمند د سکتوري رياستونو د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې د هلمند د فوايد عامې رييس اهل الله عبيدي وويل چې په دې ولايت کې ٤٠١ کيلومتره سړکونه په اساسي ډول رغول شوي و، خو د نا امنيو له امله يو شمېر له منځه تللي دي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال د ګرشک-لښکرګاه او ګرشک- نوزاد ترمنځ د سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.

دغه راز  په دې غونډه کې د برېښنا رييس نصرت الله قانع وويل چې په تېرکال کې د عوايدو کچه ١٥سلنه ډيره شوې ده.

خو قانع وايي چې يو شمېر دولتي ادارو او عامو خلکو يې د برېښنا پيسې نه دي ورکړي چې له امله يې ٢٩١ ميليونه افغانۍ پور وړي دي.

هغه په دې برخه کې نور جزئيات ورنه کړل.

د مخابراتو رييس عبيدالله زهير وويل چې د امنيتي ستونزو له امله يې په ځينو سيمو کې مخابراتې پايې له فعاليت څخه پاتې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې له ١٨٢ مخابراتي انتونونو څخه يواځې سل يې فعاله دي.

دغه راز د هلمند د کانونو رييس محمد نعيم وويل چې د امنيتي ستونزو له امله ډيرى کانونه په خپل سر کيندل کيږي او بيا پاکستان  ته قاچاق کيږي.

ده وويل چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې له امنيتي چارواکو سره خبرې کړي ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سيمه کې ځانګړي امنيتي تدابير ونيسي.

يو شمېر نورو رييسانو هم په تېرکال کې د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړل.

د غونډې په پاى کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل کومې شبکې چې د طالبانو په خوښه فعاليت کوي هغه به له دې ولايت څخه وشړل شي.

دغه راز هغه وويل چې سرحدي سيمو کې د هوايي ځواک د پياوړي کيدو په اړه يې پلانونه جوړ کړي دي.

هغه زياته کړه: (( څه موده وروسته به ټول هغه موټر چې پاکستان ته د روخام قميتي ډبره او يا نشه يي توکي قاچاق کوي له هوا څخه بمبار شي، ترڅو د قاچاق مخه ونيول شي.))

د هلمند يو شمېر اوسېدونکو پژواک ته ويلي و چې هره ورځ لسګونه موټره قيمتي ډبرې او نشه يي توکي پاکستان  ته قاچاق کيږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست