Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د قېمتي ډبرو او نشه يي توکي قاچاق کوونکي موټر به له هوا وويشتل شي”

لښکرګاه (پژواک،١٢ورى٩٦): د هلمند والي وايي چې ټول هغه موټر به له هوا څخه و ويشتل شي چې پاکستان ته قيمتي ډبرې او نشه يي توکي قاچاق کوي.

د هلمند والي حيات الله حيات دغه څرګندونې د وري په ١٢مه د هلمند د سکتوري رياستونو د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې د هلمند د فوايد عامې رييس اهل الله عبيدي وويل چې په دې ولايت کې ٤٠١ کيلومتره سړکونه په اساسي ډول رغول شوي و، خو د نا امنيو له امله يو شمېر له منځه تللي دي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال د ګرشک-لښکرګاه او ګرشک- نوزاد ترمنځ د سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.

دغه راز  په دې غونډه کې د برېښنا رييس نصرت الله قانع وويل چې په تېرکال کې د عوايدو کچه ١٥سلنه ډيره شوې ده.

خو قانع وايي چې يو شمېر دولتي ادارو او عامو خلکو يې د برېښنا پيسې نه دي ورکړي چې له امله يې ٢٩١ ميليونه افغانۍ پور وړي دي.

هغه په دې برخه کې نور جزئيات ورنه کړل.

د مخابراتو رييس عبيدالله زهير وويل چې د امنيتي ستونزو له امله يې په ځينو سيمو کې مخابراتې پايې له فعاليت څخه پاتې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې له ١٨٢ مخابراتي انتونونو څخه يواځې سل يې فعاله دي.

دغه راز د هلمند د کانونو رييس محمد نعيم وويل چې د امنيتي ستونزو له امله ډيرى کانونه په خپل سر کيندل کيږي او بيا پاکستان  ته قاچاق کيږي.

ده وويل چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې له امنيتي چارواکو سره خبرې کړي ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سيمه کې ځانګړي امنيتي تدابير ونيسي.

يو شمېر نورو رييسانو هم په تېرکال کې د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړل.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.